د ځمکې او آسمانونو د پيدايښت په ورځو کې د يوې شبه ځواب

د انلاین اسلامي لارښود درنو چلوونکو اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاتو له یوه ملحد سره مخامخ شوی يم چه په لاندې موضوع بحث کړي دی که مو په دې اړه قناعت بخشه ځواب برابر کړ ډېره مهرباني به مو وي

۱- د نړی پیدایښت په شپږو ورځو که په اتو کې شوی دی د (سجده ۴) ایت یې په شپږو ورځو کې وایی ( فصلت۹-۱۲) ایتونه یې بیا په اتو ورځو کې وایې.

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الله سبحانه وتعالی ځمکه او آسمانونه او د هغه تر مينځ شيان په شپږو ورځو کې پيدا کړي دي ، لقوله سبحانه وتعالی : [اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ] (السجدة ۴ ) .

او د فصلت په ۹ او ۱۰ آیت شريف کې فرمايي : [قُلْ أَئِنَّكُمْ لَتَكْفُرُونَ بِالَّذِي خَلَقَ الأَرْضَ فِي يَوْمَيْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُ أَندَادًا ذَلِكَ رَبُّ الْعَالَمِينَ * وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ مِن فَوْقِهَا وَبَارَكَ فِيهَا وَقَدَّرَ فِيهَا أَقْوَاتَهَا فِي أَرْبَعَةِ أَيَّامٍ سَوَاء لِّلسَّائِلِينَ] (فصلت :9-10 ) .

د پورته آيت کريمه ظاهري معنی داسې راځي چې په دوو ورځو کې ځمکه پيدا شوې او څلورو ورځو کې د ځمکې نور ضرورويات او په دوو ورځو آسمانونه چې ټولې ورځې ۸ کيږي داسې نه ده او دا ډول معنی غلطه او د ټولو تفسيرونو خلاف ده .

بلکي ددې معنی دا ده چې ځمکه په دوو ورځو کې پيدا شوې ، او په دوو نورو ورځو کې په هغه باندې د پاسه غرونه نصب شوې او د رزق اسباب او نور برابر شوي دي ، يعنې يوازې ځمکه په دوو ورځو کې پيدا شوې ده او د ځمکې او د هغه د ضرورياتو پيدايښت ټول په څلورو ورځو کې شوی دی.

مثلاً مونږ وايو د کابل څخه تر کندهار پورې ۵۰۰ کيلو متره لاره ده او تر هراته پورې تقريباً ۱۱۰۰ کيلو متره لاره ده نو ددې خبرې معنی دا نه ده چې د کابل نه تر هراته (۵۰۰+۱۱۰۰ ) کيلو متره لاره ده بلکي معنی دا ده چې د کابل څخه تر کندهار پورې ۵۰۰ کيلومتره او د کندهار څخه تر هرات پورې ۶۰۰ کيلومتره چې ټوله لاره ۱۱۰۰ کليومتره کيږي .

يعنې د ځمکې او د هغه پاسه غرونو ، سيندونو ، چينو ، او ژونديو مخلوقاتو د رزق د اسبابو پيدايښت ټول په څلورو ورځو کې پيدا شوی دی .

او پاتې دوو ورځو کې آسمانونه پيدا شوي دي [فَقَضَاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ فِي يَوْمَيْنِ] (فصلت :۱۲) ،او په دې معني باندې د ټول امت ، ټولو مفسرينو او ټول اهل لغت اتفاق دی .

جاء في تفسير ابن کثير :

وخلق الأرض في يومين، ثم خلق السماء، ثم استوى إلى السماء، فسواهن في يومين آخرين، ثم دَحَى الأرض، ودَحْيُها: أن أخرج منها الماء والمرعى، وخلق الجبال والجماد والآكام وما بينهما في يومين آخرين، فذلك قوله: { دَحَاهَا } وقوله { خَلَقَ الأرْضَ فِي يَوْمَيْنِ } فَخُلِقت الأرض وما فيها من شيء في أربعة أيام، وخلقت السماوات في يومين.

و جاء في تفسير القرطبي ، الطبري و اضواء البيان :

{ فِي يَوْمَيْنِ } سوى الأربعة الأيام التي خلق فيها الأرض، فوقع خلق السموات والأرض في ستة أيام؛ كما قال تعالى: { خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ } على ما تقدم في {الأعراف} بيانه. قال مجاهد: ويوم من الستة الأيام كألف سنة مما تعدون. وعن عبدالله بن سلام قال: خلق الله الأرض في يومين، وقدر فيها أقواتها في يومين، وخلق السموات في يومين؛ خلق الأرض في يوم الأحد والاثنين، وقدر فيها أقواتها يوم الثلاثاء ويوم الأربعاء، وخلق السموات في يوم الخميس ويوم الجمعة، (تفسير قرطبي ، ابن کثير ، الطبري ، اضواء البيان) .

ټول تفاسير او د اهل عرب او عجم ټول علماء په همدې معنی متفق دي .

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email