د مادې د ازليتوب الحادي نظريه

دوهم – د مادي د ازلي توب  نظريې رد

شرعي دلائل :

الله سبحانه وتعالی فرمايي : كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ * وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلاَلِ وَالإِكْرَامِ (الرحمن:۲۶-۲۷)

ژباړه: هر هغه څوك چې په دې (ځمكې) باندې دي؛ فاني كېدونكي دي *او باقي به پاتې شي ستا د رب ذات چې د جلال او د عزت خاوند دى.

او موجوده کائينات د الله تعالی په حکم تر يوه ټاکل شوي وخت پورې وي

او وروسته به موجوده هستۍ رنګه شي قيامت به قائم شي .

:[يَوْمَ نَطْوِي السَّمَاءَ كَطَيِّ السِّجِلِّ لِلْكُتُبِ كَمَا بَدَأْنَا أَوَّلَ خَلْقٍ نُعِيدُهُ وَعْدًا عَلَيْنَا إِنَّا كُنَّا فَاعِلِينَ] (الأنبياء: 104).

ژباړه: (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به اسمان راونغاړو په شان د كاغذ د رانغاړلو په لیكنې باندې۔، لكه څنګه چې مونږ د اول تخلیق ابتدا كړې ده، مونږ د هغه بیا اعاده كوو، دا زمونږ په ذمه وعده ده، بېشكه مونږ (ددې كار) كوونكي یو.

او فرمايي: [إِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ * وَإِذَا النُّجُومُ انكَدَرَتْ * وَإِذَا الْجِبَالُ سُيِّرَتْ] (التکوير:۱-۲)

ژباړه: كله چې لمر ونغښتل شي (1) او كله چې ستوري خړ شي (2) او كله چې غرونه روان كړل شي.

علمي دلائل :

د ملحد عقل چې پر اټکل او اوهامو بناء دی وايي: ماده او کائينات او يا د مادې ذرات ازلي دي د الله سبحانه وتعالی له وجود څخه انکار کوي او د کائيناتو په خالق يې کفر کړی دی .

ماده څه وايي ؟

ماده هر هغه شي ته وايي چې کتله او حجم ولري او په فضاء کې ځای اشغال کړي لکه : مايعات ، جمادات او غازات .

ازلي څه ته وايي ؟

ازلي هغه شي ته وايي چې ابتداء او انتهاء ونلري ، ذاتي موجود وي او د بل په وجود پورې يې دوام او استقرآء نه وي او نه هم تغير وکړي .

چې دا صفت په ماده کې هيڅ وجود نلري ، ماده ابتداء او انتهاء لري ، تغير مومي .

کله چې نوي علم دا ثابته کړه چې کائينات مخلوق دی . ماده ، زمان ، مکان او طاقت ټولو لره ابتداء او انتهاء شته . ملحد بيا هم د کبر ، غرر او عناد له وجې پر خپل کفر ولاړ دی او عجيبه دا چې خپلو احمقانه فرضيو او خيالي اوهامو ته د علم او ساينس نوم ورکوي .

نوي علم ثابته کړي چې موجوده کائينات د خرابۍ او زوال په لوري روان دي .

د علم فلک د علماؤ عالمي سروي په نوم د (Galaxy and Mass Assembly survey) چې په هغه کې د امريکا «ناسا» مؤسسه ، د اورپا «هيرشيل» او د استراليا «انجلو » شامل وو او د دغه سروي رئيس «سيمون درايف» په دې خبره تأکيد وکړ چې کائينات د انتهاء او زوال په لوري روان دي .

او د ابتداء په اړه خو يې هغه بله ډله ملحدين چې مخکې مو ولوستل خپله ادعا کوي چې کائينات د يوې چاوندې په صورت مينځته راغلي .

نو اوسنيو علمي څيړنو او انکشافاتو په بار بار دا ثابته کړې ده چې ماده ابتداء او انتهاء لري او فاني کېدونکې ده ، مګر اوس مهال هم ځينې ملحدين د خپلو خيالاتو او اوهامو پيروي کوي خپل ځان تيرباسي او نورو هغو کسانو چې یقين او علم نلري د تيرايستلو کوښښ کوي.

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email