څوک چې له اسلام نه پرته بل دين غوره  كړي، نو هیڅلکه به ترې قبول نه شي او په آخرت کې به د زيانمنو له ډلې څخه وي (آل عمران ۸۵)

په نړۍ کې د ټولو ادیانو نومونه د ځانګړي شخص یا قوم له نوم سره اړیکه لري، د مثال په توګه د بودایزم او زردشتیت نومونه بودا او زردشت ته ورګرځي، د یهودیت نوم د یهودا له قبیلې څخه اخیستل شوی… او په همدې توګه نور ادیان، خو د اسلام د سپیڅلي دین ځانګړتیا دا ده چې هیڅ کوم شخص، قوم، یا هیواد ته منسوب نه دی بلکې اسلام یو ځانګړی صفت دی چې په هر عصر کې چې د هر قوم، ژبې او ملت په وګړو کې موندل شوی هغوی مسلمانان دي.

د اسلام معنی

د اسلام د لفظ معنی، غاړه ایښودل او تابعداري ده او دې دین ته ځکه اسلام وايي چې موخه یې د الله تعالی اطاعت او فرمان برداري ده.

د اسلام حقیت

په نړۍ کې چې ټول شته موجودات، د یوه قانون او قاعدې تابع دي، سپوږمۍ، ستوري، ځمکه، اوبه، هوا، روښنایي، تودوخه، جمادات، نباتات، حیوانات… دا ټول د هغه قانون پابند دي چې ورته ټاکل شوی او د یوه ویښته په اندازه هم سرغړونه ترې نه کوي. هر یو د خپل ورکړل شوي مسؤولیت په تر سره کولو کې پوره تابعدار دی. که په خپله د انسان بدن هم وګورو، نو وینو چې د هغه ټول غړي د الله د قانون تابع دي، د هغه زړه، دماغ، معده، عضلات، سږي، ژبه، سترګې، غوږونه … لنډه دا چې د بدن هره حجره د هغو قوانینو متابعت کوي چې ورته ټاکل شوي دي.

دغه مظبوط قانون چې له لویو سیارو نه نیولې تر کوچني اتومه پورې ټول پرې تړل شوي، د یوه ستر حاکم او مدبر ذات جوړ کړی قانون دی او ټول کاینات د هغه  جل جلاله  د حکم تابع او منونکي دي، پدې توګه ویلای شو چې د ټولو کایناتو دین اسلام دی، ځکه د الله  جل جلاله  د حکم منلو او غاړه ایښودلو ته اسلام وايي.

لمر، سپوږمۍ، ستوري، هوا، اوبه، ونې، کاڼي، بوټي، حیوانات، جمادات…ټول د الله د امر او قانون منونکي دي. آن هغه انسان چې الله نه پیژني او له خدایه پرته د بل چا بندګی کوي، هغه هم فطرتاً مسلمان دی، ځکه چې پیدایښت، ژوند او مرګ یې ټول د الهي قانون تر واکمنۍ لاندې تر سره کیږي. د هغه ټول غړي او د بدن هره حجره د الله قانون مني او د هغې مطابق لوییږي او خپله دنده تر سره کوي. هغه ژبه چې دی پرې له الله څخه انکار کوي، د هغه قانون تابع ده چې ورله ټاکل شوی، هغه سر چې دی یې باطل ته ټیټوي او هغه زړه چې د باطل له مینې څخه ډک دی ټول فطرتا د الله د قانون منونکي دي.

اوس نو وینو چې له یوه پلوه انسان د نورو ټولو مخلوقاتو په څېر د الله د پیاوړي قانون په منګولو کې بند او منلو ته یې مجبور دی، خو له بله پلوه بیا الله  جل جلاله  دې انسان ته عقل او د فکر قدرت ورکړی چې په خپله خوښه ځینې شیان مني او ځینې نه مني. انسان په دې اړخ کې د نورو موجوداتو په څیر کوم د کومې ټاکلې قاعدې په بند کې نه دی، بلکې هغه ته یې د خپل فکر، رأیې او عمل په انتخاب کې آزادي ورکړې ده. اوس نو وینو چې له یوې خوا دا انسان د پیدایښت او فطرت په لحاظ مسلمان او د الله د قانون منلو ته مجبور دی خو له بله پلوه د هغه مسلمانیدل او نه مسلمانیدل د هغه په خپل اختیار کې دي، چې د همدغه اختیار پر اساس انسانان په دوو ډلو ویشل کیږي، یو هغه چې خپل خالق پیژني او هغه د خپل څښتن او واکمن په توګه مني او د ژوند په اختیاري کارونو کې د هغه د ښوول شوې لارې پیروي کوي، دغه سړی پوره مسلمان دی او اسلام یې مکمل شو. ځکه اوس د هغه ټول ژوند اسلام دی، مخکې هغه له ارادې پرته د پروردګار تابع وو خو اوس په خپل عزم او د زړه په خوښه د الله اوامرو ته تسلیم شو. اوس هغه د ریښتیني علم څښتن دی، د هغه عقل، فکر، زړه او ژبه ټول ریښتیني دي ځکه په اختیاری او غیر اختیاری دواړو برخو کې د الله د قانون پابند دی.

اوس ټول کاینات له هغه سره موافق دي، ځکه دی د هغه عزوجل ذات بندګي کوي چې ټول کاینات یې اوامرو ته غاړه ږدي. اوس نو دا انسان د ځمکې پر مخ د الله خلیفه دی، ټوله نړی د ده او دی د الله  جل جلاله  دی.

د کفر حقیقت

د مسلمان په وړاندې دویم شخص هغه دی چې فطرتاً مسلمان نړۍ ته راغلی خو د خپل علم او عقل په وسیله یې خپل رب ونه پیژانده او په خپل اختیار سره یې له هغه څخه انکار وکړ. دغه سړی کافر دی، د کفر حقیقي معنی، پټول او پرده اچول دي. دغه سړي ته ځکه کافر وايي چې په خپل فطرت یې د ناپوهۍ پرده وغوړوله، د هغه بدن د اسلام له فطرت سره کار کوي، چارچاپیر یې ټول کاینات په اسلام چلیږي خو د ده په عقل پرده وغوړیده او خپل فطرت ورڅخه پټ شو او د خپل فطرت خلاف فکر کوي، اوس پوهیږو چې کفر څومره لویه ګمراهي ده!

د کفر زیانونه

– کفر ناپوهي، بلکه تر ټولو ستره ناپوهي ده، له دې څخه به لوی جهالت کوم وي چې سړی له خپل خالق او مالک سره نا آشنا وي. دا ښاغلی! دومره ستره کارخانه ویني چې شپه او ورځ چلیږي خو په دې نه پوهیږي چې د دې کارخانې پیداکوونکی او چلوونکی څوک دی. دا کوم ذات دی چې د اوسپنې، کلسیم، سودیم، کاربن او څو نورو عناصرو له ټولګې څخه یې داسې ښکلی انسان جوړ کړ؟ هغه د کایناتو زړه راښکونکې ښکلاوې او حیرانونکي سیستمونه ګوري خو نه پوهیږي چې د هغه علم او حکمت خاوند څوک دی چې دا نظام یې په دومره کمال سره پیداکړی؟

– کفر ظلم، بلکه تر ټولو ستر ظلم دی. ظلم له یوه شي څخه په زور د هغه د فطرت خلاف کار اخیستلو ته وایی. د انسان د بدن په ګډون د نړۍ ټول شیان د الله تابع دي او فطرت یې دا غوښتنه کوي چې د الله د خوښې مطابق کار ورڅخه واخیستل شي. خو کافر… هغه له دغو ټولو څخه د فطرت مخالف کار اخلي، په خپل زړه کې د نورو مینې او ویرې ته ځای ورکوي، په داسې حال کې چې د زړه فطرت غوښتنه کوي تر څو د الله له لویۍ، مینې او ویرې څخه ډک وي. په همدې توګه هغه د بدن له ټولو غړو او د نړۍ له ټولو شیانو څخه د الله د خوښې خلاف کار اخلي. آیا تر دې پورته بل ظلم شته؟

– کفر یوازې ظلم نه، بلکې بغاوت او ناشکري هم ده. لږ فکر وکړئ! انسان خپل څه لري؟ د هغه دماغ، عقل، سترګې، زړه، ژبه، لاس، پښې، چاپیریال او ټول هغه څه چې دی ترې ګټه اخلي… دا خو ټول الله ورکړي.‎ نو آیا له دې شخص نه به لوی باغي او سرکښ څوک وي چې د خدای له ورکړي دماغ څخه د هغه پر ضد کار اخلي؟ هغه زړه، سترګې، غوږونه، لاس او پښې… چې الله ورکړي د هغه د خوښې پر خلاف کاروي! که چیرې کوم نوکر له بادار سره داسې چلند وکړي نمک حرام، که یې عسکر له حکومت سره وکړي باغي او که یې څوک له نيکي کوونکي سره وکړي احسان هیرونکی بلل کیږي؟ نو که څوک له خپل خالق او مالک سره چې د ژوند او مرګ څښتن یې دی داسې چلند وکړي نو دا به څومره ستر بغاوت او احسان هیرونه وي؟

د کفر پایله

د کفر په پایله کې انسان د خپلې تباهۍ وسایل برابروي. د کفر او نافرمانۍ لازمي نتیجه دا ده چې انسان به د تل لپاره ناکام وي او هدف ته به نه رسیږي. هغه به هیڅکله د علم سمې لارې ته ونه رسیږي ځکه په کوم علم چې څوک خپل خالق ونه پیژني نو کوم شی به صحیح وپیژني؟ د هغه عقل به تل په ناسمه توګه استعمالیږي ځکه هغه عقل چې د خپل خالق په پیژندنه کې له غلطۍ سره مخ شي نو کوم شی به صحیح وپیژني؟ هغه به د ژوند په ټولو ډګرونو کې تیندکونه خوري، د هغه اخلاق، تمدن، ټولنیز ژوند، حکومت او سیاست به خراب وي. هغه به په نړۍ کې بد امني خپروي، وینې به تویوي، د نورو په حقونو به تیری کوي، ظلم، زیاتی به کوي، خپل ژوند به د خپلو ورانو افکارو له امله خرابوي او چې کله له دغې نړۍ نه سترګې پټې کړي، نو په آخرت کې به ټول هغه شیان د ده پر ضد غږ پورته کړي چې ده پرې په دنیا کې ظلم ترسره کاوه ، د هغه دماغ، زړه، سترګې، لاسونه، او د بدن هره برخه به د الهي عدالت په محکمه کې د هغه پر ضد ګواهي ورکړي چې دغه ظالم ستا پر خلاف بغاوت کړی وو.

د آزموینې طبیعت

کله چې الله  جل جلاله  انسان ته علم، فکر او د ښو او بدو  ترمينځ د تمیز واک ورکړ او له ارادې سره سم یې هغه ته آزادي ورکړه چې خوښه يې که ایمان راوړي او که نه، نو دا د عقل او تمیز آزموینه ده، په دې آزموینه کې انسان د هیڅ تګلارې په خپلولو مجبور نه دی ځکه په آزموینه کې انسان د یوه ځانګړي ځواب غوره کولو ته اړ ویستل د آزموینې هدف له منځه وړي. اوس نو پدې آزموینه کې یو هغه انسان دی چې د خپل ځان او د کایناتو فطرت نه پیژني،  د خپل خالق د ذات او صفاتو په پیژندنه کې غلطي کوي، د ښو او بدو په انتخاب کې له ورکړل شوې آزادۍ څخه ناوړه ګټه پورته کوي نو د علم، عقل، او د ښو او بدو د بیلتون په آزموینه کې نیمګړی پاتې شو او بري ته ونه رسید.

دوهم سړي له پوهې او عقل څخه سم کار واخیست، خدای یې وپیژانده، او ویې مانه، په خپل اختیار یې د ښو او بدو په بیلتون کې غلطي ونه کړه او د خپل آزاد انتخاب په پایله کې یې سره له دې چې د بدیو لوري ته د تمایل واک درلود، خو نیک کارونه یې غوره کړل، په خپل فطرت یې الله وپیژانده، د نافرمانۍ د ځواک له درلودلو سره، سره یې فرمان مننه اختیار کړه، او پدې توګه په آزموینه کې لدې امله بریالی شو چې له خپلې پوهې، سترګو، او دماغ څخه یې سم کار واخیست.

هغه د علم او عمل په هر ډګر کې سمه لاره غوره کړه، دا شخص هیڅکله په غلطو لارو تیندکونه نه خوري ځکه لومړی ګام یې سم ایښی او وروستنی پړاو هم په پوره یقین سره پیژني. هغه اوس د ځمکې له ټولو شیانو څخه د کار اخیستلو له پاره تر ټولو غوره لارې چارې لټوي.

– هغه اوس د ژوند په هر ډګر کې د انسانیت د خیر ښیګڼې لپاره تکل کوي. 

– د هغه سیاست په نړۍ کې د امن، عدل، انصاف، نیکۍ او شرافت قایمول دي، هغه د الله بندګان خپل غلامان نه بولي، حکومت د الله امانت ګڼي او د بندګانو د خیر ښیګڼې له پاره یې کاروي او له ظلم او تیري څخه کلکه ډډه کوي.

– هغه ساینس او ټکنالوژي د انسانانو د خدمت له پاره کاروي او هیڅکله له هغې څخه د نسلونو د وژني او انسانانو د بې لارې کولو له پاره کار نه اخلي.

– د مسلمان په اخلاقو کې د الله وېره، حق پیژندنه او ریښتینولي وي، هغه پوهیږي چې د الله ټول نعمتونه له هغه سره امانت دي او یوه ورځ دغه امانت بیرته ترې اخلي او د هرې ذرې حساب به ورسره کیږي، ځکه نو دا امانت د الله له خوښې سره سم کاروي. څوک چې په دې باور سره ژوند تیروي، د هغه زړه او دماغ به له ناوړه سوچونو او خیالونو څخه پاک وي. هغه به خپلې سترګې، غوږونه او ژبه له بدو څخه ساتي. هغه به وږی تږی ګرځیدل خوښ کړي خو هیڅکله به د ناروا خوړلو ته زړه ښه نه کړي. هیڅکله به خپل لاسونه د ظلم له پاره پورته نه کړي او نه به خپل سر باطل ته ټیټ کړي که څه هم چې د غوڅیدو ویره یې وي. هغه به د نیکۍ او شرافت نمونه وي. هغه ته به حق او ریښتینولي تر هر څه خوږه وي او خپله ګټه او د زړه غوښتنه به د مسلمانانو له ګټو قربانوي.

ممتاز شخصیت

– په نړۍ کې له داسې شخص پرته هیڅوک عزتمن او ویاړمن نه موندل کیږي چې سر یې له الله تعالی پرته بل هیچا ته ټیټ او لاس يې له الله پرته بل چا ته اوږد نه شي، په نړۍ کې به د هغه په څیر اتل او قهرمان نه وي ځکه په زړه کې یې له الله پرته د بل چا ویره او تمه ځای نه لري. کوم ځواک به هغه بې لارې کړي او په کومه شتمنۍ به د هغه ایمان وپیرودل شي؟

– په نړۍ کې د ده په څیر بل شتمن نه شته، ځکه هغه د نفس د غوښتنو بنده او د دنیا حریص ندی. د خپل لاس په ګټلې ډوډۍ قناعت کوي او که ناروا پیسې یې مخې ته انبار هم شي په سپکه ورته ګوري.

– هغه د ټولو په زړونو کې ځای لري ځکه د ټولو حق ښه توګه په ځای کوي. له هر چا سره نیکي کوي خو له هیچا څخه بدله هم نه غواړي.

– له هغه نه پرته بل د اعتبار څښتن نه شته، ځکه په امانت کې خیانت نه کوي. له ریښتینولۍ پرته بله کړنلاره نه لري، په وعده کې ریښتینی دی او په ټولو چارو کې الله تعالی حاضر او ناظر بولي. پدې توګه که چیرې تاسې د مسلمان اخلاق په سمه وپیژنئ نو پوره به ډاډه شئ چې مؤمن مسلمان هیڅکله په نړۍ کې خوار، ذلیل، محکوم او مغلوب نه وي، بلکه هغه تل برلاسی او حاکم وي ځکه هیڅ ځواک پر  هغو صفاتو چې اسلام په ده کې رامنځ ته کړي، غلبه نه شي تر لاسه کولای. بالاخره په نړی کې سرلوړۍ سره د ژوند تیرولو نه وروسته به د قیامت په ورځ له خپل رب سره سرلوړی مخ کیږي او پروردګار به پرې د خپلو نعمتونو او پیرزوینو بارانونه اوروي. دا ځکه چې په نړۍ کې د ورسپارل شوي امانت حق يې پوره ادا او په الهي آزموینه کې یې بری ترلاسه کړ. دغه تلپاتې کامیابي ده چې د دنیا له ژونده نیولې تر اخرته پورې تسلسل لري او هیڅکله پای ته نه رسیږي.

لیکنه: مولانا ابوفاروق

د اصلاح د پيغام لړی د ځوانانو څانګه  

  • ټولې ستاينې الله U ته ښايي چې د اسلام سپيڅلى دين يې د ژوند د كاملې برنامې په توګه د بشريت د نيكمرغۍ لپاره راواستولو. ښايي چې موږ وخت په وخت د دغه سپېڅلي دين لارښونې واورو او په سيوري كې يې خپل ژوند جوړ كړو. (د اصلاح پيغام) هغه دعوتي لړۍ ده چې په همدې موخه په هرو پنځلسو ورځو كې په A4 کچه د بروشر په بڼه په پښتو او دري ژبو چاپیږي او په وړیا توګه ویشل کیږي.
  • دا پيغام بيلابيل دینی او ټولنیز موضوعات د خپل ارزښت په انډول تر پوښښ لاندې راولي او د اسلام په رڼا كې يې حل لارې وړاندې كوي.
  • د اصلاح پیغام تیراژ له ۱۰۰۰ ګڼو څخه پیل شو، د لوی خدای په مرسته او د دین دارو وروڼو او خویندو په همت دا دی په نهمه ګڼه کې (2۵۰۰۰) ورسید.
  • د توزیع بڼه: هر دعوتګر ورور او خور د خپل وس په اندازه بروشر د پیسو په مقابل کې تر لاسه کوي او بیا یې په وړیا توګه ویشي چې دا د الله په لار کې د ایثار عملی تمرین دی، اوس مهال لله الحمد ۷۰ تنه دعوتګر پدې دعوتي هڅه کې ګډون لري او دا پیغام چې ستاسې لاس ته رسیدلی هم په همدې بڼه دی،
  • ستاسي ونډه: له تاسې دین دارو هیوادوالو څخه هم هیله کیږي تر څو د خیر پدې لړۍ کې له موږ سره په همدې توګه یو ځای شی تر څو په ګډه د اصلاح پیغام هر وګړي ته ورسوو.که تاسې د پیام د ویش امکانات نه لری نو کولای شی په خپله مالی مرسته په یوه پوهنتون، ښوونځي، کورس، جومات….کې د پیغام ټاکلی شمیر تمویل کړی. موږ په هماغه شمیره پیغام په وړیا توګه په ټاکلي ځای کې وویشو.
  • دا پيغام په پوهنتونونو، ښوونځيو، كورسونو، جوماتونو بازارونو…كې ويشل كيږي. همدا راز د ایمیل له لارې د هیواد د ننه او بهر ۳۰۰۰ هیوادوالو ته رسیږي.
  • د دغې لړۍ د لا بریا په موخه خپل نظریات له موږ سره شریک کړئ:
  • د اړيكې لپاره:

۰۷۷۲۱۰۲۴۰۵ – ۰۷۰۶۰۲۷۶۱۸

[email protected]

 

Print Friendly, PDF & Email