د الحاد پيدايښت :

په پخوا زمانه کې الحاد ډير کم او په ندرت سره موجود وو وروسته تقريباً په (۱۸) قرن کې لومړی په اورپا کې مينځته راغی بيا امريکا ته نقل شو او وروسته د عالم په نورو برخو کې خپور شو .

د نيوراک ټايمز مجلې په (۱۹۹۳) کال کې راپور ورکړی وو چې په امريکا کې ۹۶٪ خلک پر الله تعالی ايمان لري ، همدارنګه (US news and world report) مجلې په (۱۹۹۴) کال کې راپور ورکړی وو چې امريکا کې ۹۴٪ خلک پر الله تعالی ايمان لري او يوازې د ۵٪ په شا او خوا کې ملحدين دي .

( الفيزيا و وجود الخالق ص ۱۳ / دوکتور جعفر شيخ ادريس)

الحاد د څو باطلو لارو په وسيله مينځته راغلی دی چې ځينې مهمې يې په لاندې ډول دي .

۱- د سوسيالستي انقلاب مينځته راتلل :

کمونيزم او سوسياليزم د يوي سياسي او ټولنيزې فلسفې په شکل لومړې د کارل مارکس لخوا مينځ راغی . کارا مارکس په ۱۸۱۸ کال کې د جرمني په يوه يهودي کورنۍ کې پيدا شوی دی په ۱۸۴۷ يې د کمونسټ ګوند جوړ کړ او بيا يي د انګليس په مرسته د کمونيزم مرام ترتيب کړ ، د جرمني ، فرانسې او بلجيم څخه د شړلو وروسته يې په لندن کې ژوند غوره کړ په کال د ۱۸۸۳ کې په داسې حال کې چې په چوکۍ کې ناست ؤ ساه ورکړه او مړ شو .

مارکس د سوسيالستي انقلاب په راوستلو کې بريالی نشو ، خو د هغه وروسته د لنن په مشرې په کال د ۱۹۱۸ د روسيې په خاوره کې سوسيالستي انقلاب مينځته راغی .

۲- سکولريزم يا غربي ډيموکراسي :

سيکولرزم (Secularism) يا غربي ډيموکراسي چې په عربی ژبه کې ورته (العلمانية) وايي لومړی په (1789) کال د فرانسي په هيواد کې مينځته راغی .

د بريطانيا دائرة المعارف يې داسې را پيژني : سيکولرزم يو ټولنيز خوځښت دی چې موخه يې د خلکو ګرځول له آخرت څخه يوازې دنيا ته . (Encyc, V. IX, p. 19.)

د عصري الحاد ، لادينی ، سيکولار او غربي ډيموکراسۍ د پيدايښت وجه په مستقيم او غير مستقيم ډول اورپايي کليساوې وې چې هغوی په خپل منسوخ شوي دين او تحريف عقائدو کې زيات خرافات ځای پر ځای کړي وو ، د علم او نويو حقائقو سره يې کرکه او مخالفت کولو او په دې لاره يې ځينې پوهان قتل او په اور وسوزول .

آسماني دين يې کاملاً تحريف او د خپلو رأيو او خواهشاتو موافق جوړ کړی وو ، چې د خلکو مشکلات نه ور باندې حل کېدل ځکه نو خلک ددې تحريف او ساختګي دين څخه د لادينی خواته منحرف شول.

۳- د عقل او علم خلاف خيالي نظريي او فرضيې :

د فلاسفه ځينې فکري قواعد او فرضيې که څه هم دوی خپله پر الله تعالی ايمان لرلو خو فکري قواعد ، نظريات او فرضيې يې الحادي وي او د خلکو د الحادي انحراف سبب شوې .

لکه : د مادي د ازلي توب نظريه چې (ديکارت ) وړاندې کړه ، او د ديکارت په اړه اکثره خلک په دې نظر وو چې هغه پر الله تعالی ايمان لرلو .

او يا د اينشتاين او جورج سموت لخوا د جهان د پيداښت په باره کې د سترې چاودنې (Big bang) نظريه.

او يا د (داروين ) لخوا د تکامل نظريه .

دغه فرضيې او نظريې د عقل او علم خلاف دي چې په راتلونکو مطالبو کې به په عقلي ، علمي او شرعي دلائلو رد کړ شي .

۴د ماده پرستۍ او نفسي خواهشاتو په وجه له حق څخه انکار :

ډير کسان بيا د څو ورځو ژوند مزو او چړچو مغرور او غافله کړل له حق څخه يې مخ وګرځاوه او همدا څو ورځې ژوند يې خوښ کړ ، ددې لپاره چې څو ورځې ژوند په محدودو مزو او شهواتو کې تير کړي نو له دين او مطلقو ټاکل شويو اخلاق څخه يې مخ و ګرځولو څو په خلاص مټ خپل بغاوت تر سره کړي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي:[ذَلِكُم بِأَنَّكُمُ اتَّخَذْتُمْ آيَاتِ اللَّهِ هُزُوًا وَغَرَّتْكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا فَالْيَوْمَ لاَ يُخْرَجُونَ مِنْهَا وَلاَ هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ] (جاثیه :۳۷).

ژباړه: دا هر څه لدې کبله چې تاسې د الله آيتونه په ټوکو نيولی او دنيوي ژوند غولولی واست . نو نن به نه له اور څخه وايستلای شئ او نه به ترې غوښتنه وشي چې ( د خپل رب د خوښې لپاره) عذر او زاری وکړي .

او فرمايي :[إَنَّ الَّذِينَ لاَ يَرْجُونَ لِقَاءنَا وَرَضُواْ بِالْحَياةِ الدُّنْيَا وَاطْمَأَنُّواْ بِهَا وَالَّذِينَ هُمْ عَنْ آيَاتِنَا غَافِلُونَ * أُوْلَـئِكَ مَأْوَاهُمُ النُّارُ بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ] (يونس :۷-۸).

ژباړه:يقيناً هغه کسان چې زمونږ د ملاقات هيله من نه دي او د دنيا په همدغه ژوند خوښ او زړه يې پرې تړلی او هغه چې زمونږ له آيتونو بې پروا دي. د همدغه کسانو ورتګ اور ته د هغو بدو کړنو بدل دی چې په دنيا کې به يې تر سره کول .

پس دوی د ديني احکامو او ديني اخلاق څخه فرار کوي او نه غواړي چې تر مقررو او مطلقو اخلاقو لاندې ژوند تير کړي لکه : د زنا ، لواطت ، سود او قمار ، ظلم او فريب ، شرابخوري ، فشحاء د حرمت څخه فرار کول او د خلکو د غوښتنې موافق پرته له مطلقو اخلاقو ژوند تيرول هغه که د سپي او خره سره واده کول ، همجنس بازي او لواطت او نور داسې پست اعمال که څه هم د انسان د فطرت خلاف هم وي خو چې د دوی د الحادي دين او غوښتنې موافق وي باک نلري .

د مزو او چړچو پر مهال يې چې څه زړه غواړي هغه تر سره کوي ولو که د انساني فطرت خلاف هم وي خو کله چې د سختۍ او تکليف سره مخ شي بيا ځان وژنې ته زړه ښه کوي ځکه چې هيڅ صبر او سکون نلري .

نو واضح شو چې دا فقط د خپلو خواهشاتو بندګان دي د مزو او چړچو لپاره هر څه ته حاضر خو د سختۍ پر مهال بيا پخپل ځان پورې حيران او خپل ځان هلاکت ته غوځوي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email