بيا هم زما سلامونه او نېکې هيلې ومنئ!!
شيطان مې د ايمان په اړه کله کله په زړه کې داسې شيان اچوي چې په خوله نشم ويلای
زه نو په دغه وخت کې ډېر پريشانه کېږم ژاړم همداسې نور شکونه مې زړه کې پېدا شوي!

عزيز

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کوم وسواس او سوچ چې په زړه کې راګرځي څو پورې چې عمل او په اړه يې خبره نه وي شوي معاف دي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي «إِنَّ اللَّهَ تَجَاوَزَ لِي عَنْ أُمَّتِي مَا وَسْوَسَتْ بِهِ صُدُورُهَا مَا لَمْ تَعْمَلْ أَوْ تَكَلَّمْ». (بخارى:2528)

ژباړه : يقیناً الله تعالی زما د امت وسواس او خواطر کوم چې په زړونو کې را ګرځي معاف کړي ، څو پورې يې چې په هغه باندې عمل نه وي کړی او يا يې د هغه په اړه په ژبه څه ويلي نه وي .

او د وسواسو په اړه د بنده کرکه او نفرت او بد ګڼل د بنده د ايمان د صحت او قوت نښه ده .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : « جَاءَ نَاسٌ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَسَأَلُوهُ إِنَّا نَجِدُ فِي أَنْفُسِنَا مَا يَتَعَاظَمُ أَحَدُنَا أَنْ يَتَكَلَّمَ بِهِ، قَالَ: وَقَدْ وَجَدْتُمُوهُ؟ قَالُوا: نَعَمْ، قَالَ: ذَاكَ صَرِيحُ الْإِيمَانِ (رواه مسلم) »

د خلکو يو ډله د رسول الله صلی الله عليه وسلم د صحابه څخه د هغوی حضور ته راغلل او پوښتنه يې وکړه ، په مونږ کې کله داسې افکار پيدا کيږي چې مونږ ته د هغه ويل سخت دي ، پيغمبر صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ايا تاسې هغه پيدا يا احساس کړی دي ؟ ويي ويل : هو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : دا صريح ايمان دی .

« عَنْ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ سُئِلَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ الْوَسْوَسَةِ قَالَ: تِلْكَ مَحْضُ الْإِيمَانِ»[2]

او عبدالله بن مسعود روايت کوي چې د وسوسو په اړه له رسول الله صلی الله عليه وسلم  پوښتنه وشوه ، ويې فرمايل دا خپله ايمان دی .

د شيطاني وسوسو علاج

1- الله (جل جلا له)  ته پنا وړل .

2- دې ډول افکارو او خيالاتو ته به ادامه نه ورکوي .

3- آمنت بالله …. به وايي .

ځکه چې که دا ډول وسواس ادامه ومومي انسان په شک او سرګردانۍ کې اچوي او د شيطان  هدف همدا دی تر څو مسلمان ته شک او سرګرداني پيدا کړي او د الله (جل جلا له) د عبادت څخه يې لاس په سر کړي .

نو ضرور ده چې هر وخت پر الله (جل جلا له)  پنا وغواړو .

۴- د قرآن تلاوت ، د سبا او بيګا اذکار .

هر بيګا د خوب پر مهال قل اغوذ برب الفلق ، قل اغوذ برب الناس ، قل هو الله او د بقرې ورستې دوه آيتونه د آمن رسول …. تر پايه پورې د هر قسم وسوسو قرآني علاج دی .

۵- د شرعي علم حاصلول .

۶- د کفر او الحاد د مډیا ، کتابونو ، فلمونو او سريالونه څخه په کلکه ځان ساتل .

۷- د صالحانو ملګرتيا .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email