په ايران کې د اختر د لمانځه ادا کول څه حکم لري؟

سوال: محترمه د صلوة العيد په مناسبت معلومات راکړه . هغه شروط چی احنافو کرامو د عید لمانځه لپاره وضع کړی دی . آیا همغه شروط په ایران کی هم مد نظر نیول کیدای شی که سنگه .؟ ستاسو د جواب په طمعه.

قاري شهامت – ايران

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هو د اختر د لمانځه د پاره همغه شرايط دي کوم چې د جمعې د لمانځه لپاره دي ، د متأخرينو فقهاؤ په نزد د حدودو قيام او اسلامي نظام شرط نه دی يوازې د مسلمانانو اتفاق د جومات په امام باندې شرط ځکه که داسې وي نو بيا په نن عصر چېرې هم د جمعې او اختر لمونځ نشي ادا کيدای .  .

(درالمختار ۲/۱۲۷) ، (کفايت المفتي ج۴ ص ۲۲۴ )

که په ښار کې جامع جومات وي نو پر مسلمانانو واجبه ده چې هلته د جُمعې او اختر لمونځ ادا کړي .

مګر که جومات نه وي او يا لکه د ايران هيواد چې په زياتو ښارونو کې د اهل سنت په جوماتونو باندې بنديز لګول شوی دی

نو پر مسلمانانو باندې په خپل ځای کې د اختر او جمعې د لمانځه اقامه واجبه ده او هغوی ته دا جايز نه ده چې د جمعې او اختر لمونځ ترک کړي ، ځکه چې دا اسلامي شعائر دي، د جمعې د لمانځه د اقامې د پاره د دريو کسانو موجوديت کافی دی .

جاء في الفتاوی الاسلام سوال جواب

إذا كان في المدينة التي تسكنون مسجد تقام فيه صلاة الجمعة ، وجب عليكم الصلاة معهم ، ولا يجوز لكم إحداث جمعة أخرى ، أما إذا لم تكن المدينة تقام بها صلاة الجمعة فالواجب عليكم إقامتها ولا يجوز لكم أن تصلوا مكانها صلاة الظهر لأن ( إقامة الجمعة واجبة على المسلمين في قراهم يوم الجمعة ، ويشترط في صحتها الجماعة . ولم يثبت دليل شرعي على اشتراط عدد معين في صحتها ، فيكفي لصحتها إقامتها بثلاثة فأكثر ، ولا يجوز لمن وجبت عليه أن يصلي مكانها ظهرا من أجل نقص العدد عن أربعين ، على الصحيح من أقوال العلماء).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email