فال او طالع کتل څه حکم لري ؟

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته : الله دى تاسى خوشحاله لري او سلامونه او نیکی هيلي می ومني:
فال او طالع ليدل څه حکم لري او فال کتونکي ته ورتلل څه حکم لري ؟

يو ملا ويل چې فال کتل علم غيب نه دی بلکي علم دی .

خاليد ظريفي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

لومړی :

د نجوم علم په دوه ډوله دی جايز او حرام

اول حسابي : د علم نجوم هغه علم دی چې د علم او وسائل په وسيله د مياشتو حساب او نور ورباندې څرګنديږي چې دغه علم ته فقهاؤ اجازت ورکړی دی .

دوهم استدلالي : کوم چې ددې علم څښتنان په غيب باندې د پوهېدو دعوی کوي او په دې عقيده دي چې حوادث لره په خپل ذات کې تأثير دی ، دا علم حرام دی او د سحر يوه برخه ده .

جاء في موسوعة الفقهية و حاشيه ابن عابدين :

الأَوَّلُ : حِسَابِيٌّ : وَهُوَ تَحْدِيدُ أَوَائِلِ الشُّهُورِ بِحِسَابِ سَيْرِ النُّجُومِ .

وَجَاءَ فِي حَاشِيَةِ ابن عابدين: وَالْحِسَابِيُّ حَقٌّ ، وَقَدْ نَطَقَ بِهِ الْكِتَابُ فِي قَوْلِ الْحَقِّ تَبَارَكَ وَتَعَالَى : { الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ } .

وَأَجَازَ الْفُقَهَاءُ الاعْتِمَادَ عَلَيْهِ فِي دُخُولِ أَوْقَاتِ الصَّلاةِ وَتَحْدِيدِ.

الثَّانِي : اسْتِدْلالِيٌّ :

وَقَدْ عَرَّفَ ابْنُ عَابِدِينَ هَذَا الْقِسْمَ بِأَنَّهُ عِلْمٌ يُعْرَفُ بِهِ الاسْتِدْلالُ بِالتَّشَكُّلاتِ الْفَلَكِيَّةِ عَلَى الْحَوَادِثِ السُّفْلِيَّةِ . وَهَذَا الْقِسْمُ هُوَ الْمَنْهِيُّ عَنْهُ إِذَا ادَّعَى أَصْحَابُهُ أَنَّهُمْ يَعْلَمُونَ الْغَيْبَ بِأَنْفُسِهِمْ مِنْهُ ، أَوْ أَنَّ لَهَا تَأْثِيرًا عَلَى الْحَوَادِثِ بِذَاتِهَا ؛ لِخَبَرِ : ” مَنِ اقْتَبَسَ عِلْمًا مِنَ النُّجُومِ اقْتَبَسَ شُعْبَةً مِنَ السِّحْرِ زَادَ مَا زَادَ “

(موسوعة الفقهية 14/54 ، حاشيه ابن عابدين 1 / 30).

دوهم

فال يا طالع کتل چې د هرې لارې وي ، د لاسونو د ورغوو کتل ، فلکي حساب او نور له لارې او د انسان د سعادت ، شقاوت ، خوش قمست او نورو باندې د غيبو پوهيدو ادعا کول حرام دي او دا د کفر عقيده ده .

د بخت يا قمست او طالع معلومولو د پاره کاهن او ساحر ته ورتګ حرام دی :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :« مَن أتَي عَرَّافَاً فَسَألَهُ عَن شَئٍ فَصَدَّقَهُ لمَ تُقبَل لَهُ صَلاةٌ أربَعِينَ يَوماً» (روه مسلم).

ژباړه: ((څوک چه عرافي (هغه کس چې په غيبو باندې د پوهېدلو دعوی لري) ته ورشې او د يوه شی په اړه له هغه څخه پوښتنه وکړی اوهغه رښتيا وبولې د څلويښتو ورځو لمونځ يې نه قبليږي )).

 همدارنګه فرمايي : «مَن أتَي كاهِنَاً فَصَدَّقَهَ بمَا يَقُولُ فَقَد كفَر بمَا أنزَلَ عَلَي مُحَمَّدٍ صَلَّي الله عَلَيهِ وَ سَلَّم»

ژباړه: (هر څوک چه فالګير (هغه کس چه دعلم غيب دعوا کوی) ته ورشی او د هغه خبري رښتيا وګڼی دا کس په هغه څه کافرشو کوم چه په محمد صلی الله عليه وسلم  نازل شوي) . مسند أحمد – (4 / 68) سنن الترمذي (1 / 242) سنن ابن ماجة (1 / 404)

ځکه چې الله (جل جلا له) فرمايي : قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ … (الاعراف ۱۸۸) .

ژباړه: ووايه (ای محمده ! دوی ته ) چه زه ځان ته د نفع او ضرر رسولو واک نه لرم مګر هغه څه چې اراده وفرمائې الله تعالی .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email