هغه مبارکه شپه چې په فضيلت کې يې کامل سورت نازل شوې ، عبادت کول پکې د دری اتيا کلونو څخه زيات ثواب لري ، جبريئل امين د زيات شمير ملائکو سره نازليږي او په دې شپه کې د راتلونکي کال مهم کارونه لکه : رزق ، عزت او ذلت ، سعادت او نور په اړه پلان جوړيږي .
پس دا د ټول خير ، برکت او رحمت شپه ده او څوک چې ددې شپې څخه محروم شول هغه د ټول خير څخه محروم شول ، لکه څنګه چې په حديث شريف کې راغلي : « من حرمها فقد حرم الخير کله و لا يحرم خير الا المحروم »
نن د (۲۹) شپه را روانه ده د کومې شپې په اړه چې د ليلة القدر احتمال دی او د تاقو شپو ورستی شپه ده او يا د رمضان ورستۍ شپه ده چې زيات اهميت لرې .
په حديث شريف کې راغلي :« التمسوا ليلة القدر آخر ليلة من رمضان» (صحيح الجامع ۱۲۳۸ ).
ژباړه : د قدر شپه د رمضان په آخري شپه کې ولټوئ .
وعنه معاوية أيضاً قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : التمسوا ليلة القدر في آخر ليلة . في خبر أبي بكرةأو في آخر ليلة .[رواه ابن خزيمة في صحيحه حديث رقم (2189)]
نن شپه څه خواري پکار ده ، ځکه ټول کال مو خوبونه وکړل که نن د يو ستر خير د لاس ته راوړلو لپاره څه بې خوابه شو څه پروا لري ؟
پکار ده د خپلو ګناهونو بښنه او د رمضان المبارک قبوليت له خپل رب تعالی څخه وغواړو او د خپل ځان ، خپلې کورنۍ او خپل ولس د دنيا او آخرت د خير او صلاح لپاره دعا وکړو .
و بالله توفيق
آن لاين اسلامي لارښود