السلام عليكم ….
الله ﷻد وکړي چي روغ جوړياست روزه مو پخير تياره کړي وي
زما دا پوشتنه ده چي ايا يو نفر کوم بل ولايت ته زي تر څو کيلومتره پوري بايد روژه ونيسي ياني تر څو کيلومتره بعد يي ماته کړي چي موتر کي زي د سامان دپاره ايا جواز لري مثال لوګر څخه ګرديز ولايت ته فاصله۸۵نه تر۹۵کيلومتره فاصله وي جواز بيا لري
د يوي ورځي سفر ولري
مننه چي په دعاګانو کي مو هير نشم
سيف الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د روژې د خوړلو د اباحت له صورتونو څخه يو هم سفر دی ، لقوله تعالى: {فمن كان منكم مريضاً أو على سفر فعدة من أيام أخر} [البقرة:185/2].

هغه مسافر ته چې د سفر مسافه يې ۸۵ کيلو متره يا تر هغه زيات وي او د اقامت نيت يې له نيمي مياشتې يا پنځلسو ورځو کم وي روژه خوړل ورته جايز دي .

مګر په اوس عصر کې سفرونه آسانه دي چې لويې مسافې د الوتکې په وسيله په دوو يا دريو ساعتونو کې طی کيږي او يا د موټرونو په وسيله طي کيږي نو په دا ډول سفر کې د روژې خوړل څه حکم لري ؟

کچېرې تکليف او ضرر نه وي د مسافر لپاره د روژې نيول د جمهورو فقهاؤ (حنفيه ، مالکيه او شافعيه ) په نزد افضل او غوره دي .

لقوله سبحانه وتعالی : {وأن تصوموا خير لكم} [البقرة:184/2].

والصوم عند الحنفية والمالكية والشافعية أفضل للمسافر إن لم يتضرر (فقه الاسلامي وادلته ).

جاء في فقه الصوم – الأکاديمية الأسلامية :

إذا كان المسافر لا يشق عليه الصوم، فهل الفطر له أفضل؟ يقال مثلما قيل في المريض، إذا كان يشق عليه فلا يجوز له، لكن الآن في وقتنا الحالي، يستطيع الإنسان أن يسافر من مدينةٍ إلى مدينةٍ عبر الطائرات في أجواءٍ مكيفةٍ ونحو ذلك، في ساعةٍ ونصف، أو في ساعتين ونحو ذلك، فهل الأفضل في حقه أن يفطر؟ أو أن يصوم؟

بعض العلماء قال: إن أراد أن يفطر يستوي عنده الأمران، ومنهم من قال: إن الأفضل في حقه إذا كان لا يشق عليه أن يصوم.

و بالله توفيق

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email