۱- د ماښام اذکار

دلته ولولئ

د ماښام يا بيګا اذکار

د سهار او ماښام اذکار

۳- د بېګاه خوراک او څښاک کول .

۴- په جومات کې لمونځ ادا کول ، او خويندې به د ماسختن لمونځ و ځنډوي ځکه چې ځنډول يې فضيلت لري .

۵- څه حصه د شپې د قرآنکريم تلاوت او د هغه نه وروسته ، دعا ، توبه او استغفار او په خپلو ګناهونو او د الله تعالی له وېرې اوښکې تويول .

۶- څه حصه د شپې نفلي لمونځونه کول ، صلاة تسبيح ادا کول او د هغه نه وروسته ، دعا ، توبه او استغفار او په خپلو ګناهونو او د الله تعالی له وېرې اوښکې تويول .

۷- له خپل ځان سره محاسبه کول په خپلو ښو کارونه شکر ايستل او د آينده لپاره د نيکو کارونو عزم کول او په سستۍ ، غفلت او ګناهونو پښېمانه کېدل .

همدارنګه د الله تعالی په قدرتونو کې فکر کول د ځمکې او سپوژمۍ لويې سيارو ته نظر او بيا د آسمان طرف ته کتل ، او په آسمان کې ځليدونکي ستورې ، ورېځې ، ډول ډول ونو او بوټو ته نظر کول چې دا لويې هستې د چا لپاره مسخر شوې ؟ او انسان د څه لپاره پيدا شوې ؟

او بيا د اسلام په نعمت ، د بدن په صحت او عافيت او دا چې الله تعالی د عبادت او اطاعت توفيق راکړ په شکرانه کې اوښکې تويول .

۸- د تهجد لمونځ کول آته رکعته يا تر هغه کم او زيات او د هغه وروسته دعا او استغفار .

۹- پشلمۍ کول .

۱۰- د قرآنکريم تلاوت کول او د هغه وروسته دعا او استغفار .

۱۱- سنت په کور کې ادا کول او د فرضو د ادا کولو لپاره جومات ته تلل .

۱۲- د سهار اذکار ويل کوم چې مخکې د ماښام په اذکارو کې بيان شول .

۱۳- د قرآنکريم تلاوت .

۱۴- د لمر ختلو وروسته د استراحت او جسمي قوت په نيت خوب کول .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email