ام مؤمنين عايشې رضی الله عنها وايي : ومې ويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم که د قدر شپه ومومم په هغې کې څه ووايم ، ويې فرمايل :داسې وايه : « اللهم إنك عفوٌ تحب العفوَ فاعف عني » (رواه الترمذي) .

ژباړه : ای الله ! ته عفوه او بښنه خوښوې ، پس ماته عفوه وکړه .

ددې حديث شريف څخه څرګنديږي چې د ليلة القدر په شپه د الله تعالی څخه د عفوې او بښنې غوښتل او استغفار خاص اهميت لري .

د ايمان د ثبات دعا :

رَبَّنَا لا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ (آل عمران :۸ ) .

ژباړه : اې زموږ ربه! زموږ زړونه له هغه وروسته كاږه نه كړې چي هدايت دې كړو او خپله پېرزوينه دې زموږ په برخه كړه، بې شكه چي ته ډېر مهربان توبه منونكى يې.

يا مقلِّب القلوب ثبت قلبي على دينك (رواه الترمذي) .

ژباړه : ای د زړونو بدلوونکيه (ربه ) ! ثابت کړه زړه زما ستا په دين باندې .

د هدايت دعا :

خپل ځان او اهل عيال او مسلمانانو ته د هدايت دعا کول ځکه چې الله تعالی يې مونږ ته حکم کړی دی .

يَا عِبَادِي: كُلُّكُمْ ضَالٌّ إِلاَّ مَنْ هَدَيْتُهُ فَاسْتَهْدُونِي أَهْدِكُمْ (رواه مسلم) .

ژباړه: ای زما بندګانو ! ټول د تاسې لار ورکي او ګمراه ياست مګر هغه څوک چې ما ورته هدايت کړی وي ، پس زما څخه هدايت وغواړئ چې زه تاسې ته هدايت وکړم

په عبادت کې د توفیق دعا :

اللهم أعني على ذكرك وشكرك وحسن عبادتك (ابؤداود) .

ژباړه: ای الله! زما سره کومک وکړه تر څو زه د تا په ذکر او ياد کې ووسم او ستا شکر ادا کړم او ستا سم عبادت وکړم
يا مصرِّف القلوب صرِّف قلبي على طاعتك (رواه مسلم ).

ای د زړونو بدلوونکيه ربه ! زما زړه ستا د اطاعت کولو لورې ته مايل کړه .

د بلاء او آفت څخه پنا غوښتل :

اللهم إني أعوذ بك من جهد البلاء ودرك الشقاء وسوء القضاء وشماتة الأعداء (متفق عليه ) .

ژباړه : ای الله زه پر تا پناه غواړم له سختې بلاء ، او مشقت او تکليف رسيدو ، بده قضاء او دوښمنانو له (شماتت ) څخه چې د سړي په غم باندې خوشحالي کوي .

په آخر کې خپلو ځانونو ، اهل عيال او ټولو مسلمانانو ته دعا وکړئ

او د کفري اشغال د زوال او د هغو کسانو لپاره چې د اعلاء کلمة الله لپاره يې خپل سرونه نذرانه کړي دي دعا وکړئ .

په اسلامي شريعت کې د دعا د الفاظو خاصوالی لازم نه دی څنګه مو چې زړه وي پخپله ژبه دعا وکړئ .

وبالله التوفيق.

Print Friendly, PDF & Email