د جابر بن عبدالله او ابی بن کعب رضی الله عنهم په احاديث کې چې د ليلة القدر کومې علامې او نښې ذکر شوی دي په لاندې ډول دي :

۱- د قدر شپه به معتدله وي نه به يخه وي او نه ګرمه ، دغه شپه به رڼا او سپينه وي .

۲- په دې شپه کې به شيطانان د باندې نشي وتلای نو په آسمان کې به د ستورو رڼاوې کوم چې شيطانان ورباندې ويشتل کيږي نه معلوميږي .

۳- د قدر د شپې په سبا چې کله لمر وخيږي له ځانه سره به وړانګې نه لري .

۴- سکون او اطمنان ، په دې شپه کې به د مؤمن په زړه کې د نورو شپو په پرتله زيات اطمنان او د سينې پراخوالی وي .

۵- په دې شپه کې به بنده له قيام ليل څخه ډير خوند اخلي چې په نورو شپو کې به داسې نه وي.

(انوارالقرآن ۶ جلد ۷۵۱ صفحه ، ليلة القدر- الأکاديمية الأسلامية) .

ګرانو! که مو کور ته د کوم پاچا هيئت در روان وي او د تاسې کارونه ګوري د آینده په اړه ستاسې د پاره څه اجرا كول غواړي نو تاسې به څومره تياری ونيسئ ؟

په دغه شپه کې الهي هيئت نازليږي د ستاسې د اعمالو څخه ليدنه کوي او د آينده کال د پاره د مهمو بدلونو فيصلې کوي نو څه نا څه تياری پکار دی .

Print Friendly, PDF & Email