زه سوال لرم هیله ده چی جواب راکړی سوال می دادی چی زه خارج اوسیږم او زه می ایمان باندی دیره یریږم او کله کله عبادت کی دیره سستی کوم ماله یو دعا یا طریقه راوخایه چی مسلسل ووایم چی غفلت ونه کړم عبادت کی ایمان می قوی کړم

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په ايمان باندې بايد هر مؤمن ووېرېږي ، کچېرې سړي د کفري عقائدو او اعمالو دومره تر تأثير لاندې راشی چې ايمان او د اسلامي شعائرو د فوت خطر وي له داسې ځای څخه وتل واجب دي او که وتل ممکن نه وي په لاندې ټکو عمل وکړئ ، ان شاء الله ستاسې د ثبات سره به مرسته وکړي .

۱- لاندې مسنونه دعا هر وخت وايه

رَبَّنَا لا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ (آل عمران :۸ ) .

ژباړه : اې زموږ ربه! زموږ زړونه له هغه وروسته كاږه نه كړې چي هدايت دې كړو او خپله پېرزوينه دې زموږ په برخه كړه، بې شكه چي ته ډېر مهربان توبه منونكى يې.

يا مقلِّب القلوب ثبت قلبي على دينك

ژباړه : ای د زړونو بدلوونکيه (ربه ) ! ثابت کړه زړه زما ستا په دين باندې .

۲- د ضرورت پرته له بازار ګشتۍ ، د کفارو سره ناسته ولاړه ، ميله ځايونو ، بې کارۍ ، د کفارو عبادت ځايونو ، د فاسقانو ملګرتيا څخه په کلکه ډه ډه وکړه .

۳- د ايمان او عقېدې زده کړه .

http://www.dawat610.com/archives/247

۴- خپل ځان ته دا قناعت ورکول چې د عبادت ترک او ګناه د دوزخ د لارې انتخاب دی ، د سستي او غفلت په وجه او لږ خوندونو د ټول عمر غم او تکليف اخيستل ډيره بده سودا ده .

۵- له دوو شيان سره هميشه خپل تعلق ساته ، جومات او علم شرعي .

هميشه پنځه وخته لمونځ په جومات کې ادا کوه .

هميشه لږ او ډيره ديني مطالعه کوه ، د ديني مطالعې د پاره دينې سايټونه لوله .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email