سلام ګرانه وروره زه په تركيه كي يم درس وايم يودير مهم درس امتحان لرم كه روزه نيسم په امتحان كي پاتي كيزم ځكه بايد توله ورځ درس ووايم اوكه روزه ماته كرم سه حكم لري؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

درس ويل يوازې دا نه دي چې د امتحان لپاره ولوستل شي بلکي د سمستر په جريان کې بايد زده کړ شي ، دوهم دا چې درس په خالي نس ښه زده کيږي نسبت ماړه نس ته .

هغه تخفيفونه چې شريعت د روژې خوړل پکې جايز کړي دا دی :

۱- سفر

۲- سخت مرض

۳- د حاملې او مرضعه ښځې لپاره .

۴- حيض او نفاس

د درس او امتحان لپاره د روژې خوړل هيڅ جواز نلري ، که داسې وکړې لويه ګناه ، قضاء او دوې مياشتې روژه نيول يې کفاره ده .

او که په پوره عزم روژه ونيسي نو الله تعالی به مو مرسته وکړي هغه دا چې د درس د زده کړې لپاره به مو سينه پراخه کړي .

و بالله توفیق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email