روژه او صدقه

رمضان المبارک د مهربانۍ ، کرم د بې وسه کسانو سره د کومک او خواخوږۍ مياشت ده ، د رمضان المبارک د ټولنيزو اهدافو څخه يو هدف دا دی چې سړي د وږېو ، بې کسه او بې وسه کسانو له حاله څخه خبر شي او په هغوی باندې انفاق وکړي .

صدقه او د نورو سره مساعدت او کومک د رمضان المبارک له ځانګړتياوو څخه ده .

ابن عباس رضی الله عنه وايي : كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم أَجْوَدَ النَّاسِ وَكَانَ أَجْوَدُ مَا يَكُونُ فِي رَمَضَانَ حِينَ يَلْقَاهُ جِبْرِيلُ وَكَانَ يَلْقَاهُ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ مِنْ رَمَضَانَ فَيُدَارِسُهُ الْقُرْآنَ فَلَرَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم أَجْوَدُ بِالْخَيْرِ مِنَ الرِّيحِ الْمُرْسَلَةِ. (بخارى:6)

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم د ټولو خلکو زيات سخي وو او د ده زيات سخاوت نظر بل وخت ته هغه وخت وو چې کله به په رمضان کې جبريل امين ده ته تشريف راوړلو . جبريل عليه السلام به ټول شپه رسول الله صلی الله عليه وسلم سره قرآن تکرارولو، او آنحضرت صلی الله عليه وسلم په خير او نيکۍ کې د تيز باد څخه زياته بيړه کوله .

صدقه ورکول د الله تعالی غضب سړوي:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«وصدقة السرِّ تطفئ غضب الربِّ, وصلة الرحم تزيد في العمر» ( رواه الطبراني (8/261).
ژباړه : او په پټه صدقه د رب (جلا جلاله) قهر سړوي او خپلوي پالل عمر زياتوي .

صدقه ورکول د انسان اصلي مال دی :

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«أَيُّكُمْ مَالُ وَارِثِهِ أَحَبُّ إِلَيْهِ مِنْ مَالِهِ»؟ قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَا مِنَّا أَحَدٌ إِلاَّ مَالُهُ أَحَبُّ إِلَيْهِ، قَالَ: «فَإِنَّ مَالَهُ مَا قَدَّمَ، وَمَالُ وَارِثِهِ مَا أَخَّرَ» (بخارى:6442).

ژباړه : آيا په تاسې کې داسې څوک شته چې د خپل مال څخه د وارث مال زيات دوست وګڼې ؟ صحابه کرامو وويل : مونږ ټول خپل مال زيات خوښوو .

و يې فرمايل : اصلاً د انسان خپل مال هغه مال دی چې د الله په لاره کې يې انفاق کړي وي او هغه څه چې ورڅخه پاتې شي د هغه د وارث مال شميرل کيږي .

په صدقه ورکولو سره مال زياتيږي ، او په مال باندې آفتونه نه راځي :

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: «مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ الْعِبَادُ فِيهِ، إِلاَّ مَلَكَانِ يَنْزِلانِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا». (بخارى: 1442)

يعنې : هر ورځ دوې ملائکې ځمکې ته را کوزيږي . يوه يې وايي : ای الله تعالی  ! څوک چې ستا په لار کې انفاق کوي هغې ته بدله ورکړي ، او بله يې وايي : ای الله تعالی  ! څوک چې ستا په لار کې انفاق (خرچ ) نه کوي د هغه مال هلاک کړه ، يعنې د هغې مال تلف کړې .

صدقه ورکوونکی به د قيامت په ورځ د الله تعالی د رحمت تر سيورې لاندې وي :

په حديث شريف راغلي اووه کسان به د قيامت په ورځ د الله تعالی د رحمت تر سيورې لاندې وي د هغه ډلې څخه به يو : « ورجل تصدق بصدقة فأخفاها حتى لا تعلم شماله ما تنفق يمينه» (البخاري) .

ژباړه : او هغه سړی چې داسې پټه صدقه وکړي چې چپ لاس نه وي خبر چې په ښي لاس سره څه شی خرچ او صدقه شوي دي .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email