د روژې اصلي مقصد د الله تعالی په حکم صبر کول ،او د نارواه کارونو او خبرو څخه د ځان ساتلو صبر او تقوی حاصلولو عملي مدرسه ده.

لقوله سبحانه وتعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ) البقرة/183) .

ژباړه :ای مؤمنانو ! فرض کړی شوي ده په تاسې باندې روژه لکه چې فرض کړی شوی ده په هغو کسانو چې پخوا له تاسې څخه وو ، لپاره ددې چې تاسې ځان وساتي (پرهيزګاران شئ) .

د صبر مراتب په لاندې ډول دي :

۱- په طاعاتو باندې صبر کول :

ځکه چې په طاعاتو کې څه مشقت شته چې صبر ته ضرورت لري ، لقوله سبحانه وتعالی : [فَاعْبُدْهُ وَاصْطَبِرْ لِعِبَادَتِهِ.. ]

ژباړه : يوازې د هغه عبادت کوه او صبر کوه په عبادت د دغه (الله ) .

که کومه ورځ په روژه کې تيږي او وږي شوو، نو مونږ به په هغه باندې صبر کوو ، او ځان ته به ډاډ ورکوو چې دغه روژه د دغه لږ لوږې او تندې سره د دوزخ ډال او مانع ګرځي .
۲- په ګناهونو باندې صبر کول :

مسلمان ته هر وخت په کار ده چې نفسي خواهشاتو څخه په پوره صبر سره پرهيز وکړي او خاصتاً په روژه کې ځکه چې د روژې يو ستر مقصد له بدو کارونو او شهواتو څخه د ځان ساتل دي او بيا په دې باندې عادت جوړېدل دي.

ځکه چې د شهواتو لاره د دوذخ لاره ده ، رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «وحفت النار بالشهوات» ( او دوزخ په شهوتونو پوښل شوی دی ) .

۳- د حق توصيه او د حق بيان او په نيکو کارونو امر کول او له بدو کارونو څخه منع کول له مشکلاتو سره تړلی دي نو په دې مشکلاتو باندې صبر کول پکار دي ځکه چې دا لوی کار دی ، د پيغمبرانو عليه السلام لاره دی سترې حوصلې او استقامت ته ضرورت لري .

۴- د الله تعالی په تقديراتو باندې راضي کيدل ، په مشکلاتو او مصيبوتو باندې صبر کول ځکه چې دا امتحان دی .

[ وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ * الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ] [البقرة: 155، 156].

ژباړه : (او خامخا به آزميو تاسو په ډار ، لوږې د مالونو ځانونو او د ميوو په کموالي او صبر کوونکو ته زېری ورکړه . هغه کسان چې کله کوم ور ورسيږي وايي چې : مونږ ټول د الله يو او مونږ ټول به هغه ته بيا ور ګرځو ).

د صبر کوونکو لپاره لوی اجر او بدله ده :

الله سبحانه وتعالی فرمايي:[إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ] (الزمر: ١٠) .

ژباړه : په تحقیق سره د صبر کوونکو اجر به بې حسابه ورکول کیږي .

صبر د بري او نجات وسيله ده :

الله سبحانه وتعالی فرماي:[ وَالْعَصْرِ * إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ* إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ] (العصر ۱-۳).

ژبائه: قسم دی په زمانه يقيناً ټول انسان په زيان او خسران کې دی ، پرته له هغو کسان چې ايمان راوړی او نيک عملونه يې کړي وي او يو تر بله يې وصيت کړی وي په حق سره او وصيت يې کړی وي په صبر سر         .

نو د نجات د اسبابو څخه يو هم صبر دی .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email