د بلغم تيرول روژه ماتوي ؟

السلام علیکم
محترمه زما پوشتنه په دی دول ده چی په روژه کی دستونی د بلغم په تیرولولو روژه ماتیژی که نه
ستاسو د جواب په هیله
مننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په هغه صورت کې چې د ستوني څخه جلا کيدای شي او خولې ته راشي او بيا قصداً تير شي روژه ماتوي ، مګر که په حلق (ستونې ) کې وي او ايستل يې امکان نلري او تير شي روژې ته نقصان نه رسوي .

جاء في فقه الاسلامي وادلته / دوکتور وهبة زحيلي رحمه الله :

الاستقاءة أي استدعاء القيء عمداً، فقاء طعاماً أو مراراً، أو بلغماً أو دماً أوغيره، ولو قل، لحديث أبي هريرة المرفوع: «من ذَرَعه القيء فليس عليه قضاء، ومن استقاء عمداً فليقض» (الترمذي، الدارقطني).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي