داسې دوکان چې د خوراکي موادو سربيره شراب پکې وي

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته محترمو د بیلجیم هیواد کی ژوند کووم او یوه پوختنه لرم یو دوکان کی کار کوم چې د نورو خوراکي موادو سربيره الکول (شراب) هم پکې وجود لری ، په داسې دوکان کې کار کول څه حکم لري ، حال دا چې ما خپله په ټول ژوند کې نيشه نه ده کړې

مننه د جواب په هیله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جمهورو فقهاؤ په نزد د شرابو تجارت خرچول او اخيستل حرام دي او په داسې دوکان کې کار کول جواز نلري . :

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : (إن اللَّه حرم بيع الخمر، والميتة، والخنزير، والأصنام

يعنې : الله تعالی حرام کړي ده بيع د شرابو ، مردارې ، خنزير او بتانو .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :لعن الله الخمر وشاربها وساقيها وبائعها ومبتاعها وعاصرها ومعتصرها وحاملها والمحمولة إليه وآكل ثمنها. رواه أبو داود.
يعنې : الله تعالی لعنت کړی دی په شرابو ، د هغه په څښونکي ، ساقي ، خرڅونکي او اخيستونکی ، جوړونکي ، ساتونکي ، حمل او نقل کوونکي او د هغه د پيسو او اجرت خوړونکي .

کله چې د خمرو (شرابو) حرمت نازل شو صحابه کرامو ټول د خپلو کورونو څخه ويستل او تش يې کړل .

يو کس چې د شراب تجار وو خپله ټوله سرمايه يې لګولې وه او شراب يې بار کړي وو په نيمه لاره کې د شرابو د حرمت څخه خبر شو ټول يې همالته کوز کړل ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی قصه يې ورته بيان کړه چې ما خو ټوله سرمايه لګولې وه اوس څنګه وکړم ، رسول صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل : شراب خو حرام شول .

يعنې حرام حرام دی د هغه د پاره د حېلې جوړل نشته .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email