د رشوت په باره کې معلومات راکړئ

سلام عليكم ورحمة الله وبركاته له تاسو نه دير مننه چي دومره زيات زيار اوباسي د اسلام په لاره كي مننه رازم خپله پوشتنه ته زما دا پوشتنه ده كه چيرته يو نفر په كانكور كي يوبل نفر ته روپي وركري يعني چي فوهنتون ته كامياب شي نو ايا دا جايزه ده او بل دا چي رشوت ورته ويلي شو منننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

رشوت هغه مال ته وايي چې يو انسان يې بل کس ته ددې لپاره ورکوي تر څو هغه څه تر لاسه کړي چې د ده حق نه وي .

او يا رشوت هغه مال دی چې يو شخص يې حاکم او يا بل کس ته ورکوي ددې لپاره چې د ده په خوښه حکم وکړي او يا په هغه باندې د خپلې خوښي کار وکړي .

الرشوة هي ما يدفعه الإنسان ليأخذ ما ليس من حقه ، أو ليتهرب بها من حق عليه .

انظر : “الموسوعة الفقهية” (24/256) .

وقال ابن عابدين في “حاشيته” (5/362) :

“الرِّشْوَةُ مَا يُعْطِيهِ الشَّخْصُ الْحَاكِمَ وَغَيْرَهُ لِيَحْكُمَ لَهُ ، أَوْ يَحْمِلَهُ عَلَى مَا يُرِيدُ” انتهى .

د کانکور په امتحان کې کوم خاين ته په دې خاطر څه مال او پسۍ ورکول چې دی د خپلې خوښي پوهنځۍ ته کامياب شي حال دا چې دا کس د هغه لياقت نلري رشوت دی .

رشوت عظيم فساد او کبيره ګناه ده .

تفصيل دلته ولولئ

http://dawat610.com/archives/4127

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي