الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وأصحابه أجمعين وبعد:

رمضان المبارک د عبادت موسم دی ، د دعا بښنې غوښتلو ، توبې او استغفار موسم دی ، د تقوی د حاصلولو عملي مدرسه ده تر څو خلک په ښو کارونو عادت او له بدو کارونو څخه منع شي .

د هر عمل د قبول لپاره دوه شرطونه دي : اخلاص لله تعالی او متابعت رسول صلی الله عليه وسلم .

او همدارنګه په هر مسلمان باندې د روژې د احکامو زده کړه فرض عين ده لکه د روژې مفسدات ، مکروهات او نور احکام .

ډير خلک د روژې د احکامو څخه په صحي توګه خبر نه دي نو ځکه د دوی په روژه کې نقصان موجود وي چې ځينې خطاوې او نواقص په لاندې ډول دي :

۱- د روژې د احکامو نه پيژندل او د هغه په باره کې د سوال او پوښتنې څخه ډه ډه کول ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنْتُم لاَ تَعْلَمُونَ ] ([1] ).

ژباړه: پس پوښتنه کوئ له اهل ذکر (علماؤ او فقهاؤ) نه کچېرې تاسې نه

پوهيږئ .

او جناب نبی صلی الله عليه الصلاة والسلام فرمايلي:« من يرد الله به خيراً يفقهه في الدين »([2]).

ژباړه: چا ته چه الله تعالی د خير اراده وکړي نو په دين کښي پوهه ور په برخه کړي.

. ۲- ځينې خلک ددې مبارکې مياشتې استقبال د ذکر ، علم او تلاوت پر ځای په لهو لعبو ، بې ګټې خبرو او کارونو ، ورق بارۍ ، لوبې او نورو سره کوي.

۳- ځينې داسې وي چې کله د رمضان مياشت راشي توبه وباسي په جماعت سره لمونځ کوي ، تلاوت کوي ، ښه کارونه تر سره کوي او له بدو کارونو څخه پرهيز کوي خو کله چې روژه تيره شي خپله توبه ماته کړي او بيرته خپل مخکني عادات ته ګرځي او هر څه ترک کړي ، دوی هغه قوم او ډله ده چې الله تعالی نه پيژني مګر يوازې په رمضان کې ، آیا الله تعالی لره همدا يوه مياشت ده ؟ او آيا ګناهونه يوازې په همدې مياشت کې حرام دي ؟ که هر وخت او هر ځای ، نو د ځان څخه روژه ګل او جمعه ګل مه جوړئ بلکي هر وخت او هر ځای له الله تعالی څخه وېره اختيار کړئ .

۴- د ځينې خلکو عقيده داسې وي چې رمضان د خوب ، بې کارۍ او ټمبلۍ

لپاره د فرصت ښه مياشت ده نو په دغه مياشت کې د عبادت پر ځای خوب او ټمبلۍ ته ښه زور ورکوي او يا خپل وخت په غيبت ، بهتان ، لهو لعبو تيروي چې د رمضان د پاره ستر ضرر او نقصان دی ، د رحمت د نزول پر ځای ځانته د عضب د نزول لاره برابروي .

۵- ځينې کسان د روژې په داخلېدو خفګان ښکاره کوي او کله چې روژه ووځي دوی خوښي ښکاره کوي تر څو د دوی د شهواتو او حرامو لپاره لاره پرانستل شي ، حال دا چې دغه مياشت د برکت او مغفرت او د دوزخ د اور څخه د خلاصون مياشت ده د هغه چا لپاره چې واجبات پر ځای کوي او له منکراتو څخه ځان ساتي ، او د شهواتو لاره د دوزخ لاره ده .

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«وحُفَّتْ النارُ بالشهوات» (او دوزخ په شهوتونو پوښل شوی دی).

۶- ځينې کسان چې کله روژه ماته کړي تر ډيره وخته پورې فلم ، سريال ، موسيقي او يا په نورو لهو لعبو مشغول شي تر دې چې نيمه شپه شي بيا پشلمۍ وکړي او بيا بيده شي او د سهار جماعت او لمونځ ورڅخه قضا شي .

د ماسختن او سهار لمونځ په جماعت سره ادا کول د ټولې شپې د عبادت کولو برابر ثواب لري :

له عثمان بن عفان رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايل:

 «من صلّى العشاء في جماعة فكأنّما قام نصف الليل، ومن صلّى الصبح في جماعة فكأنّما صلّى الليل كلّه»([3]).

ژباړه: څوک چه د نماسختن لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه تر نمې شپی يې چه لمونځونه کړي وي اوڅوک چې د سهار لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه ټوله شپه يې چې په لمونځ کولو سبا کړي وي ( د بيګا او سبا لمونځ په جمع ادا کولو ثواب د ټولې شپي له عبادت سره مساوي دی ).

۷- د روژې د حسي ماتوونکو څخه پرهيز لکه : خوړل ، څښل او جماع خو د معنوي ماتوونکو څخه پرهيز نه کوي لکه : غيبت ، بهتان ، درواغ ، ښنځل ، بد اخلاقي او نور ، حال دا چې د روژې مقصد دا نه دی چې سړي يوازې له څه حوړلو او څښلو ځان وساتي بلکي د روژې يو ستر مقصد تقوی ده .

رسول صلى الله عليه وسلم فرمايلي:«مَنْ لَمْ يَدَعْ قَوْلَ الزُّورِ وَالْعَمَلَ بِهِ فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجَةٌ فيِ أَنْ يَدَعَ طَعَامَهُ وشَرَابَهُ »([4])

ژباړه: کوم سړی چه بد کارونه فضولی خبرې نه پريږدي نو الله تعالی د ده د خوړلو او څښلو پريښودو ته څه ضرورت نشته .

۸- د تراويح ترک کول ، حال دا چې د تراويح لمونځ لوی فضيلت لري ، تراويح د نبی صلی الله عليه وسلم او خلفاء راشدينو سنت دي ، چې د الله تعالی ته د نږېوالی او د ګناهونو د مغفرت او د فرض لمونځ د نقصان د

پوره کولو وسيله ګرځي .

د ابی هريره نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :«مَنْ قَامَ رمضان ايماناً و احتساباً غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ»([5] ).

ژباړه : څوک چې د رمضان په مياشت کې د شپې قيام وکړي (د تراويح لمونځ ) د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره نو د هغه آينده ګناهونه بخښل کيږي.

په بل حديث شريف کې راغلي: «مَنْ قَامَ مَعَ الإِمَامِ حَتَّى يَنْصَرِفَ كُتِبَ لَهُ

قًيَامُ لَيْلَةٍ » ([6]).

ژباړه : څوک چې د امام سره تر آخره قيام وکړي (تراويح ادا کړي ) د هغه لپاره به د قيام ليل ( د ټولې شپې عبادت) ثواب ليکل کيږي .

۹- ځينې کسان روژه نيسي او لمونځ نه کوي مګر يوازې په روژه کې لمونځ کوي کله چې روژه تيره شي لمونځ ترک کوي نو هغه ته به روژه او زکات څه فائده ونه رسوي د هغه مثال داسې دی لکه د ستنې پرته د چت درول ،ځکه چې لمونځ د دين ستن ده چې په هغه باندې ټول دين ولاړ دی .

۱۰- ځينې کسان د ضرورت پرته خارجي هيوادونو ته سفر کوي او د روژې د خوړلو لپاره حيله جوړوي تر څو دی مسافر و شميرل شي او روژه وخوري ، خو د الله تعالی څخه د مکرانو او حيله جوړولو اعمال پټ نه دي .

۱۱- ځينې کسان په حرام مال باندې روژه نیسي او افطار کوي لکه : سود

، رشوت ، غصب او نور چې د داسې کس دعا او صدقه نه قبليږي او د

ځينې فقهاؤ په نزد حج او عمره يې نه قبليږي .

۱۲- ځينې کسان پشلمی ترک کوي چې داسې کول د سنتو خلاف دي .

رسول صلی الله علیه وسلم فرمايي : « فَصْلُ مَا بَيْنَ صِيَامِنَا وَصِيَامِ أَهْلِ الْكِتَابِ ، أَكْلَةُ السَّحَرِ » ([7])

ژباړه: زمونږ او د اهل کتاب د روژې په مينځ کې فرق پشلمی دی .

او بل دا چې په پشلمي کې برکت او د بدن قوت وي .

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي : « تَسَحَّرُوا فَإِنَّ فِي السَّحُورِ بَرَكَةً »([8])

ژباړه: پشلمی کوﺉ ځکه په پشلمي کې برکت وي .

۱۳- ځينې کسان په روژه ماتي کې بيړه نه کوي ، حال دا چې په پشلمي کې ځنډ او روژه ماتي کې بيړه کول سنت دي .

په حديث شريف کې راغلي :« أَحبُّ عِبادِي إِليَّ أَعجَلُهُم فِطراً» ([9]).

ژباړه: د الله تعالی ارشاد دی چې پخپلو بنده ګانو کې ماته هغه بنده خوښ دی چې په روژه ماتي کې بيړه کوي . يعنې چې کله ماښام شي نو بيا وخت نه تيروي .

د بخاري شريف بل حديث کې راغلي :«‏لَا يَزَالُ النَّاسُ بِخَيْرٍ مَا عَجَّلُوا الْفِطْرَ »([10])

ژباړه: څو پورې چې زما امت په روژه ماتي کې بيړه کوي نو هغوی به په ښه

حال کې وي .

۱۴- ځينې امامان د دعاء قنوت سره اوږدې دعاوې وايي چې ماثور نه وي په سنتو کې نه وي ثابتې شوې.

۱۵- ځينې لمونځ کوونکي د امام متابعت نه کوي د امام څخه مخکې رکوع او سجدې ته ځي او يا د امام مخالفت کوي.

چې په دې باره کې په سنتو کې سخت وعيد ذکر شوی دی :

۱۶- ځينې امامان د سنت قرائت څخه خپل قرائت اوږدوي او د سنتو تسبحاتو څخه تسبيح زياتوي چې دا کار د سنتو خلاف دی .

رسول صلی الله عليه وسلم وفرمايلي :« فَأَيُّكُمْ مَا صَلَّى بِالنَّاسِ فَلْيَتَجَوَّزْ فَإِنَّ فِيهِمُ الْمَرِيضَ وَالْكَبِيرَ وَذَا الْحَاجَةِ » ([11]).

ژباړه: کوم خلک چې له تاسې څخه خلکو ته لمونځ ورکوي بايد هغه لمونځ اوږده نه کړئ ځکه چې په لمونځ کوونکو کې زاړه ،کمزوري ،د ضرورت او کار خاوندان او هر ډول خلک موجود وي .

آن لاين اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – سوره النحل :۴۳ .

[2] – رواه البخاري و مسلم .

[3] – مسلم ۶۵۶ .

[4] – رواه البخاري .

[5] – رواه البخاري .

[6] – رواه أهل السنن بسند صحيح.

[7] – مسلم ۱۰۹۶

[8] – بخاری ۱۸۲۳

[9] – الترمذي ۶۹۶

[10] – بخاری ۱۸۵۶

[11] – رواه البخاري .

Print Friendly, PDF & Email