له هر څه د مخه د اسلامی لارښود ټولو کارکونکو ته د نبی کریم ص عظیمه تحفه چی عبارت له السلام علیکم ورحمة الله وبر کاته څخه ده وړاندی کوم.

ستاسی له دی ډیر لوی خدمت نه نړی مننه الله مو په دارینو کی سرلوړی او بریالی لره.

لکه څنګه چی تاسی ته هم څرګنده ده، اول ما ته او بیا ځینو وروڼو ته دا لمونځ د میراث په توګه را پاتی دی چی له مور او پلار څخه مو زده کړی او بس.

نه یی په مستحبانو، نه یی په سنتو، نه یی په واجباتو او نه یی په فرضو پوهیږو، البته مطلب می دادی چی پوهیږو خو بل چا ته یی په ثبوت نه شو رسولای او نه هم قناعت ورکولای شو چی نظر په کوم حدیث دا څیر فرض، واجب او یاهم سنت دی. لکه د مثال په طور باندی: د فاتحی د سورت لوستل په لمانځه کی واجب دی خو د کوم حدیث او رویت له مخی.

ستاسی له حضور څخه به منندوی یم که مو داسی کتاب را په ګوته کړ چی لمونځ او دا لاندی موضوعات په پوره تفصیل سره په کی بیان شوی وی او یا هم دا لاندی پوښتی را ځواب کړی الله مو بریالی لره.

1: د لمانځه اثبات په قرآنی آیاتو او نبوی احادیثو.

2: د لمانځه فرضونه، واجبات، سنتونه او مستحبات.

3: د اوداسه بیان او اثبات یی د قرآنی آیتونو او نبوی احادیثو په رڼا کی.

4: د لمانځه داخلی او خارجی فرضونه (ارکان)، واجبات، سنتونه او مستحبات.

5: د لمانځه د هری برخی مثلاً د فاتحی د سورت حکم، په احادیثو یی اثبات سره له لفظی معنی.

6: په جماعت سره د لمانځه پوره بیان او ددی ټولو بیان چی کوم څیز باید امام او کوم څیز باید مقتدی ولولی نظر کوم حدیث او د امام ابو حنیفه قول ته چی البته د امام صاحب قول هم په خپله حدیث دی ځکه هغه هر څه له احادیثو نه اخیستی تر څو موږ او تاسی ته آسانه شی. کله کله داسی وخت راځی چی دوه او یا ډیر کسان یوځای وی خو د لمانځه وخت وی نو بهتره ده چی لمونځ په جماعت سره وشی. خو لومړی دا ما ته ستونزمنه ده چی مخکی شم او د جماعت لمونځ ورکړم ځکه زه ورباندی پوره علم نه لرم. خو له زده کړی وروسته یی له له شکه په پوره ایمانداری سره ورکولو ته آماده یم. ترڅو الله د ونه کړی چی زه په خپله پوه نه وم نو څنګه بیا کولای شم چی د جماعت لمونځ ور کولای شم.

7: د سهوی د سجدی پوره او په تفصیل سره بیان.

نوټ: سره له دی چی موږ ټول مسلمانان لمونځونه کوو خو کیدای شی چی دا په لمانځه کی مو یو څه نقصان وی او دا خو ټولو ته څرګنده ده چی د حشر په ورځ به تر ټولو لومړی د لمانځه پوښتنه کیږی او الله د نه کړی که مو لمونځ ناقص وی نو آخرت خو می بی له شکه برباد دی خو اوس هم نا وخته نه دی

چی هره پوښتنه مطرح شی او له دی وروسته دا ستونزه حل شی. که له ما نه کومه مهمه موضوع له یاده وتلی وی الله د وکړی چی په هغی موضوع هم رڼا واچوی.

جزاک الله خیر فی دارین

وعلیکم السلام ورحمة الله و برکاته

معاذ علی زاده، کابل، افغانستان.

                ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

همداسې ده لمونځ په دين ډير اهم عبادت دی ، د لمانځه د احکامو زده کول په هر مسلمان نارينه او ښځه فرض دي .

د لمانځه د احکامو او مسائلو تفصيل د حنفي فقه موافق د قرآن او احاديثو د دلائلو سره په لاندې لينک بيان شوی دی چې د کتاب په بڼه به هم ان شاء الله خپور شي .

http://www.dawat610.com/archives/4167

Print Friendly, PDF & Email