پوښتنه : ح . ه

د ښځی له بل چا سره اړيکی

 پوښتنه : ح . ه

  که سړی پوه شي چې زما ښځه د بل چا سره اړيکی لری او زه يي نه يم خوښ نو بيا سړي کولاي شي  چي   د خپلی ښځی سره اړيکی پري کړی ؟

ځواب  :  بې ځايه شکونه ګناه ده په تير بيا د خپلې ميرمنې په حصه کې
خو که دا ثبوت يقيني شي چې ښځه مې د بل چا سره اړيکی لری (بدون له زنا کولو ) نو په دې اړه اسلامې ارشادات په لاندې ډول دي :
 
حضرت محمدص د حجت الوداع د خطبی په يوه حصه کې داسې فرمائيلي :
واتقواالله فی النسآء فانهن عندکم عوان ولکم عليهن ان لا يوطين فرشکم احداً تکرهونه فان فعلن فاضربوهن غير مبرح .
ژباړه : دښځو په باره کې د خدای ج نه وويريږی هغه ستاسو سره د قيديان پشان دي ستاسو په پر دوی باندې دا حق دی چې هغه ستاسو بستري هغو کسانو ته ونه غړوي کوم چې ستاسو خوښ نه وي ، اوکه هغوی داسې وکړي نو په معمولی وهلو سره ووهی . 
د بستری نه مطلب دادي هغه کسان چې خاوند يې نه خوښوی يا شک ورته پيداکيږی بايد کور ته يې بو نه ځی او نه د داخيليو اجازه ورکړی ، او همدارنګه له نورو بيګانه خلکو سره اړيکې ، خبرې او نور .
د معمولی وهلو په اړه مفسرينو ليکلی چې په مسواک به يې لږ لږ وهی يعنی ډير معمولی .
دهمدې خطبی په يوه بله برخه کې د بسترې جلاوالې راغلی دي
يعنی که له هغو کسانو سره رابطه وکړی يا يې کور ته ننباسي چې خاوند يې نه خوښوي نو د جزا په طور له خپلی ميرمنی بستره جلا کړي که پدی هم ونه شو نو بيا يې لږ لږ وهلی هم شي .
د ښځی او ميړه تر منځ د اخلافات حل قرآنکريم داسې بيانوي :
 
  وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَمًا مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِنْ أَهْلِهَا إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا   (النساء ۳۵)
 
که په تاسې کې دسختو اختلافات ويره وي (نو دهغه مخنوی دادی ) چه  وليږي  يو داصلاح کس دخاند د طرف نه او يو د اصلاح کس د ښځی له طرفه که دا دواړه اصلاح غواړي (يعنی د فيصلی کولو اهليت ولري ) نو الله تعالی به په دواړو کې ضرور دموافقت توفيق پيدا کړي الله تعالی عليم او خبير دی .
 
که پدی صلح باندې هم کار ونه شي نو بيا د ناچاری په صورت کې د طلاق حکم دی چې هغه هم په يو ځل دری طلاقه ورکول ګناه ده ، يو ځل رجعی طلاق چې اصلاح به راشي بيا دوهم که بيا هم اصلاح نشي دريم طلاق . 

 

  

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 18 times, 1 visits today)

یو څرګندون یا تبصره

  1. اسلام علیکم و رحمت الله، د سلام نه وروسته زما پوښتنه داده چی آیا یو سړی کولای شی چی د زرورت په وخت کی د شاهیدانو پرته په خپله د خپل ځان نکاح وتړی ؟ که هو وی نو په څه ډول؟
    مهرباني وکړﺉ ځواب مو دلته وګورﺉ
    http://dawat.katib.org/archives/1996