نږدې خپلوانو ته زکات ورکول

سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم هیله ده چی روغ جوړ یاستی او د دی خدماتو دی الله تعالی ډیر اجرونه درکړی.
سوال:- محترمو زما کاکا شهید شوی او د بجیو کومه ښه د امدن  ذریعه نشته او  کاکا می په ژوند  ماسره ډیری ښه وو. اوس زه د هغه بچیو ته زکات ورکولای شم  که نه؟
ابو سعد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

زکات ورکول خپل مور او پلار ، نيکه او نيا او خپلو اولادونو او لمسيانو او همدارنګه خپلو ښځو ته ورکول حرام دي ځکه د هغوی نفقه په سړي باندې فرض ده .

نور ټولو مستحقو خپلوانو ته لکه : جلا شوي وروڼه او خويندې ، تره او کاکا د کاکا ځامن ، د ماما زامن ، د خاله زامنو ته زکات ورکول جايز دي ، د زکات ورکولو سربیره د صله رحمۍ د پاللو اجر هم لري او غوره او افضل کار دی په شرط ددې چې مستحق وي .

فلا تدفع الزكاة إلى الوالدين وإن علوا (أي الأجداد) والمولودين وإن سفلوا (أي الأحفاد والأسباط)، ولا إلى الزوجات (حتى ولو كانت الزوجة مبانة في العدة ولو بثلاث) (فقه اسلامي وادلته ،الدر المختار: 86/2-90، البدائع: 40/2).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email