بر حق دين د فطرت غوښتنه ده

برحق دين د هر انسان اړتيا او يوه فطري غوښتنه ده، ځکه الله تعالی انسان د توحيد په فطرت پيدا کړی دی او د توحيد څخه انحراف اصلاً د فطرت څخه انحراف دی، لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم :«ما من مولود إلا يولد على الفطرة, لإابواه يهودانه أو يمجسانه أو ينصرانه» (البخاري)

ژباړه: هر نوی طفل د (اسلام) په سالم فطرت سره پيدا کيږي مګر والدين يې هغه يهودي، نصراني او يا مجوسي ګرځوي.

نو هر ډول انحراف که يهودي وي، مجوسی، نصاراني او بل وي هغه اصلاً د فطرت نه انحراف دی.

او د الله تعالی د طرفه هر هدايت او تعليم د فطرت موافق دی لکه زمونږ سره چې د الله تعالی راليږلی وحی (اسلامي شرعيت) دی.

مثال:

تاسې به ډير ځله هغه کسان ليدلي وي چې کله نوي اسلام ته داخليږي او د شهادتين کلمه وايي ژاړي دا ځکه چې فطرت يې د اصلي مقصد سره وصل شو چې توحيد دی، همدارنګه تاسې به ځينې داسې کسان ليدلي وي چې د مسجد الحرام، کعبې شريفې او د زم زم د اوبو په ليدل سره ژاړي او يا د قرآن په اورېدلو سره ژاړي دا ځکه چې دا د اسلامي فطرت په نعمت باندې خوشحالی ده او دا اصلاً د فطرت او روح غذا ده .

https://youtu.be/0HmeQuYIzOA?t=6

https://youtu.be/TbQ3oj1wGKk

مسلمانانو وروڼو او خويندو !

والله چې ددې پوښتنه حتماً را څخه کيږي چې آیا غير مسلمو ته مو دين ورسولو او که نه ؟ ځکه محمدي امت يو لله حمد .

افسوس د هغو پر حال چې نن يې پر مونږ کفر مسلط کړ د هغوی ملګرتيا يې وکړه ، او غواړي پر مونږ د کفر قانون وتپي .

هيڅکله به خپل شوم مقصد تر لاسه نه کړي نو ای خلکو ! کفران د نعمت مه کوئ

Print Friendly, PDF & Email