تاسو ټولو ته سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم هیله ده چی روغ جوړ یاستی او د دی خدماتو دی الله تعالی ډیر اجرونه درکړی.
سوال:- محترمو زه په کرایی کور کی اوسیږم او هلی څلی کوم چی خپل کور او ځای ځان برابر کړم لږی لږی پیسی جمع کوم دوه لاکه کلداری می ټولی کړی او یو کال یی پوره شو . آیا پر ما باندی زکات ورکول واجب او که څنګه لږ تفصیلی راکړي.

ابو سعيد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دغه پيسی چې تاسې د کور اخيستلو لپاره جمع کړي دي نصاب ته رسيدلي دي او کال ورباندې تير شوي په ضروري حوائجو کې نه دي مصرف شوې نو زکات ورباندې فرض دی .

کله مو چې کور ورباندې واخيست زکات ساقطيږي .

جاء فی فتاوی المحمودي حنفي بحواله الدرمختار مع الرد :

« إذا أَمْسَكَهُ لينفق منه كل ما يحتاجه فحال الحول وقد بقي معه منه نصاب فإِنَّه يزكي ذلك الباقي، وإن كان قَصْد الإنفاق أيضاً في المُسْتَقْبل لعدم اسْتِحْقاق صرفه إلى حوائجه الأَصْلية وقت حولان الحول،»(الدر المختار مع الرد:2/11)

نوټ : د نغدو پيسو د زکات نصاب (595) ګرامه سپين زر کيږي چې اوس قيمت تقريباً (28-30 ) افغانۍ کيږي چې د زکات نصاب 17850 افغانۍ کيږي .

د زکات اندازه څلوښتمه برخه ده چې د دوو لکو کلدارو پنځه زره کلداري زکات کيږي .

200000Rp/40=5000 Rp

 و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email