الله سبحانه تعالی دغه ځمکه خپلو بندګانو ته د څه وخت لپاره د امانت په توګه مسخر کړې او هغوی ته يې د ژوند اسباب پکې برابر کړي دي ، د انسانانو د هدايت لپاره يې ډير پيغمبران راليږلي دي چې ځينې انسانانو د الله تعالی دحکم موافق اطاعت اختيار کړی او ځينو بغاوت او ظلم کړی دی هغه دا چې د الله تعالی سره يې شرک اختيار کړی دی .

حتی ځينې انسانان خپل محدود قدرت دومره مغرور کړل چې د خدایی دعویې يې وکړې لکه : فرعون ، نمرود او د اوس وخت طاغوتيان چې پخپل محدوده نظامي تنالوژی مغرور دي .

او ځينې د الله تعالی صالحو بندګانو ته د الوهيت صفت ورکړ لکه : نصارا چې عيسی عليه السلام اله بولي ، الوهيت کې يې شريک ګڼې ، يا يهوديان او نور .

همداسې جرمنيانو ايتلر ته د اله صفت ورکړ .

او ځينې حتی د خپلو لاسونو جوړکړو شيانو ته (بتانو ) ته عبادت وکړ او ځينې د حيواناتو (خوسې ) عبادت وکړ او داسې نور .

خو هغوی ته چې پر ځمکه باندې د محدود وخت ژوند کولو جانس ورکړ شوی وو خپل ژوند يې د بغات او غرر په مستۍ تير کړ او اوس تر خاورو لاندې دي .

♣♣♣♣♣♣♣♣♣

مګر مونږ د بشريت په تاريخ کې داسې څوک ونه ليدل چې دعوی يې کړې وي چې زه (الغاذ بالله ) د لمر اله يم ، په لمر باندې تسلط لرم .

د آسمانانونو اله يم ، په آسمانونو باندې تسلط لرم داسې څوک مو پيدا نه کړل ځکه چې دوی لمر او آسمان باندې د تسلط خو څه چې د نږدې کېدو توان هم نه لري .

پس مونږ د داسې الله سبحانه وتعالی لورې ته بلنه کوو چې هغه د ځمکو ، ټولو سيارو ، کهکشانونو ، آسمانونو او ټولو کائيناتو واک دار دی .

رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا إِن كُنتُم مُّوقِنِينَ (ادخان :۷ ) .

ژباړه: د آسمانونو ځمکې او هغو ټولو څيزونو رب دی چې ددې دواړو تر مينځ دي که تاسې منونکي ياست .

مونږ د هغه الله لورې ته بلنه کوو چې ورځ په شپه او شپه په ورځ اړوي . آيا داسې کوم اله شته چې دا کار وکړي .

يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لأَجَلٍ مُّسَمًّى ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ مَا يَمْلِكُونَ مِن قِطْمِيرٍ (فاطر :۱۳ ) .

ژباړه : (الله هغه ذات دی) چې شپه په ورځ او ورځ په شپه کې ننه باسي لمر او سپوژمۍ ايل کړي دي دا هر څه به تر ټاکلې مودې پورې چليږي . نو همدغه الله ستاسې رب دی پاچايې يوازې د همده ده . او کوم څه چې تاسې پرته له هغه نه رابولئ د خورما د زړې د نري پوستکې واک هم ورسره نشته .

مونږ د هغه الله لورې ته بلنه کوو چې مړه کول او ژوندي کول کوي ، ايا داسې څوک شته چې د چا د مرګ مخ ونيسي او يا هم يوازې يو مچ پيدا کړي ؟

لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (الحديد :۲ )

ژباړه : د آسمانونو او ځمکې واکمني يوازې د هغه ده . ژوندي کول او مړه کول کوي او په هر شي توانا او پياوړی دی .

إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ لَن يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ (الحج :۷۳ ).

ژباړه: يقيناً کوم څيزونه چې تاسې يې پرته له الله نه را بولئ که ټول سره راټول شي يو مچ نه شي پيداکولی .

مونږ د هغه الله لورې ته بلنه کوو چې رزق د هغه په واک کې دی ، کله وچ کالي او کله آبسالي راولي ، آيا داسې څوک شته چې د وچکالۍ پر ځای آبسالي راولي ؟ او يا په ځمکه کې ټيټې شوې اوبه را پورته کړي .

قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَصْبَحَ مَاؤُكُمْ غَوْرًا فَمَن يَأْتِيكُم بِمَاء مَّعِينٍ (الملک :۳۰ ) .

ژباړه : ووايه آيا وينئ تاسې که کهيځ و ګرځي اوبه ستاسې ښکته نو څوک شته چې روانې او خوږې اوبه درته راولي.

♣♣♣♣♣♣♣♣♣

پس يوازې خپل رب (جل جلاله ) ته تسليم شئ ، هغه رب چې مونږ او زمونږ څخه مخکې ټول خلک يې پيدا کړي کائينات يې را ته مسخر او د باران په وورولو او د ځمکې په زرغونولو سره زرق او روزې راکوي .

:[اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ * الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَندَادًا وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ] (البقرة: ۲۱، ۲۲).

ژباړه: عبادت وکړئ د هغه رب چې تاسې او له تاسې څخه مخکې ټول خلک يې پيدا کړي دي ، تر څو تاسې پرهيزګاران شئ .

هغه ذات چې ستاسو لپاره يې ځمکه وغوړوله ، آسمان يې چت جوړ کړ او له پاسه يې اوبه را ښکته کړې ، په اوبو سره يې ستاسې د خوراک لپاره ډول ډول مېوې را وښکلې . نو بايد تاسې هم له الله پاک سره نور څيزونه برخه من ونه ګرځوئ .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email