محترمو اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

من جاوید از کابل!

من در حدود یک ماه پیش تصادم کردم و حالا سردردی دارم لطف نموده مرا رهنمایی نمایید که کدام سوره را بیشتر بخوانم تا صحت یاب شوم و یا کدام راه دیګری اګر پیشنهاد مینمایید که بعید از لطف تان نخواهد بود و این مریضی را که من دارم خداوند در مقابلش برایم پاداش میدهد یا خیر

با احترام


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

سوره فاتحه (الحمدلله ) ويل غوره شرعي رقيه ده او همدارنګه آيت الکرسي ويل او په مريض اندام چوپ کول .

دوهم :

مرض د مؤمن لپاره رحمت د درجې لوړوالی او د ګناهونو مغفرت دی :

په حديث شريف کې راغلي :«مَا مِنْ مُسْلِمٍ يُصِيبُهُ أَذًى إِلاَّ حَاتَّ اللَّهُ عَنْهُ خَطَايَاهُ، كَمَا تَحَاتُّ وَرَقُ الشَّجَرِ». (بخارى:5647)

ژباړه :مؤمن سړي ته چې هر څه مصيبت رسيږي د مرض نه وي او يا د بل څه نه – نو الله تعالی ددې په وسيله د هغه ګناهونه داسې رژوي لکه خزان وهلې ونه چه خپلې پاڼې رژوي .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«إنَّ العبد إذا سبقت له من اللّه منزلةٌ لم يبلغها بعمله ابتلاه اللّه في جسده، أو في ماله، أو في ولده ثمَّ صبره على ذلك حتى يبلغه المنزلة التي سبقت له من اللّه تعالى» ( ابوداود او احمد ).

ژباړه: الله تعالی د کوم مؤمن بنده په حق کې د کوم اوچت مقام فيصله وکړي مګر هغه يې پخپل عمل سره نشي موندلی – نو الله تعالی هغه په څه جسماني يا مالي تکليف يا د اولاد نه په څه صدمه او پريشانۍ کې مبتلا کوي او بیا هغه ته د صبر توفيق ورکوي نو په هغه مصيبت د صبر په وجه هغه لوړ مقام ته رسيږي کوم چې مخکې دده د پاره فيصله شوی وو .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «إِذَا مَرِضَ الْعَبْدُ أَوْ سَافَرَ كُتِبَ لَهُ مِثْلُ مَا كَانَ يَعْمَلُ مُقِيمًا صَحِيحًا». (بخارى:2996)

ژباړه: کله کوم سړی مريض يا مسافر شي او دی ددی مرض يا سفر له وجې د روغتيا او مقيم والی د دوران په څير عبادت ونشی کړای نو الله تعالی به ده ته د تندرستې او اقامت د زماني اعمال ليکي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email