د يو ملحد په ځواب کې، د رسول الله د ميرمنو په اړه

په فيسبوک کې ملحد دی چې هيڅ دين هم نه مني خو سره له دې د دين په شعائرو او فروعات ډول ډول نيوکې کوي ، چې يوه يې دا ده چې ولې ستاسو پيغمبر له نهو ښځو سره واده کړی دی .

په مننه سره

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

جناب رسول صلی الله عليه وسلم تقريباً ۲۵ کاله له خديجه رضی الله عنها سره تير کړل . يعنې تر ۵۰ کلنۍ پورې يې له خديجې رضی الله عنها سره ژوند تير کړ چې (۲۵-۵۰) کلونه د ژوند اساسی مرحله بلل کيږي او وروسته يې د لاندې مصلحتونو لپاره د نورو ښځو سره واده کړی دی :

 ۱- په ښځو کې د دين خپرول او ښځو ته د دين د احکامو رسول چې په دې سلسله کې د رسول صلی الله عليه وسلم هره بی بی يوه د دين دعوتګره وه .

۲- نورو قومونو او ولسونو ته دين رسول ، رسول الله صلی الله عليه وسلم د ځينو ښځو سره په دې خاطر نکاح کړې ده څو د نورو قومونو امداد او قوت د اسلام د نصرت او دعوت لپاره جلب کړي .

۳- د شر څخه په امن کېدل ، رسول الله صلی الله عليه وسلم د ځينو قومونه د ښځو سره په دې خاطر نکاح کړي ده تر څو د خپلولی په خاطر د هغوی د شر او ضرر څخه په امن وي .

۴- او د ځينو سره يې په دې خاطر نکاح کړې ده څو د هغوی سرپرستي وکړي او ددې کار عملاً خلکو ته تعليم ورکړي لکه د سوده رضی الله عنها سره چې په رنګ کې ډيره ضعيفه وه ،هغې د حبشی د دوهم هجرت وروسته خپل خاوند له لاسه ورکړی وو او د هغې ټول قوم کافر وو که خپل قوم ته تللې وای يا به يې په قتل رسوله او يا به سختې شکنجې ورکولې او يا به يې له اسلام څخه ګرځوله نو ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغې د حفاظت او سرپرستی پخاطر له هغې سره واده کړی دی .

۵- او د ځينو ښځو سره د جاهليت د زمانې د باطلو رواجونو د عملاً له مينځه وړولو په موخه واده کړی دی لکه : د جاهليت په زمانه کې د بيګانه اولاد د زوی بللو او ګرځولو او محرم ګڼلو رواج وو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم د همدې باطل رواج د له مينځه وړلو لپاره د زينب رضی الله عنها سره واده کړی دی .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب

Print Friendly, PDF & Email