د کومونيزم پيداښت او اهداف

د کمونيزم د پيداښت لنډ بيان :

کمونيزم او سوسياليزم د يوي سياسي او ټولنيزې فلسفې په شکل لومړې د کارل مارکس لخوا مينځ راغی . کارا مارکس په ۱۸۱۸ کال د جرمني په يوه يهودي کورنۍ کې پيدا شوی دی په ۱۸۴۷ يې د کمونسټ ګوند جوړ کړ او بيا يي د انګليس په مرسته د کمونيزم مرام ترتيب کړ ، د جرمني ، فرانسې او بلجيم څخه د شړلو وروسته يې په لندن کې ژوند غوره کړ په کال د ۱۸۸۳ کې په داسې حال کې چې په چوکۍ کې ناست ؤ ساه ورکړه او مړ شو .

مارکس د سوسيالستي انقلاب په راوستلو کې بريالی نشو ، خو د هغه وروسته د لينن په مشرې په کال د ۱۹۱۸ د روسيې په خاوره کې سوسيالستي انقلاب مينځته راغی .

د کمونيزم يا سياليزم اهداف :

الف ) : ماده پرستي داسې چې بشر د مادي د زراتو يو تکاملي شکل دی ، ټول حيوانات ، نباتات او جمادات د مادي مختلف شکلونه دي يعنې د توحيد پر ځای ماده پالنه د سياليزم بنسټ دی .

ب ) : د کائناتو د ستر څښتن (جل جلاله ) څخه انکار  :

سوسياليزم او کمونيزم دهرين يا محلدين دي چې د الله (جل جلا له)  له وجود څخه انکار کوي دوی وايي : مونږ په الله (جل جلا له)  يقين نه لرو د الله (جل جلا له)  د وحدانيت څخه منکر دي .

ج ) : د دين څخه انکار :

کمونسټيان دهرين او يا ملحدين دي هغوی هيڅ کوم دين نه مني ، دوی په ماده پرستۍ يقين لري او د دين سخت مخالف دي .

لينن (علیه لغنه) وايي : مونږ بايد د دين په خلاف وجنګيږو ، د دين جرړې و باسو ، تل دې وي دهريت .

د ) : د کورني نظام ختمول :

مارکس د کمونست ګوند په اساسنامه کې ليکلي دي : مونږ د کورني نظام له مينځه وړل غواړو

لينن پخپله يوه وينا کې داسې ويلي وو : مونږ د حلالي او حرامي اولاد تر مينځ توپير له مينځه يووړ ، شريکې ښځې نيول د کمونيزم يو اصل دی .

ذ ) : د شخصي ملکيت څخه انکار :

د کمونيزم بل اساسې هدف دا دی چې د يوې کمونستي ټولنې د جوړولو لپاره د ملکيت ختمول يو ضروري امر ګني .

لينن وايي : کمونيست يوه لاطني کلمه ده ځکه چې د شريک لاطيني معنې کميونس ده ، نو کمونستي ټولنه هغه ټولنه وي چې په هغه کې هر څه شريک او کډ وي يعنې ځمکې او فابريکې شريک او کډ وي په هغه کې خلک په ګډه کار وکړي او شريکه ګټه واخلي .

چې کمونيزم تر ټولو بد ظالمانه سرمايه داري نظام دی يو دا چې د خلکو شخصي ځمکې او ملکيت په زور عصب کوي ، او بل دا چې په نورو پانګوالو نظامو کې هم په ميليونونو انسانانو کې يو محدود شمير پانګه وال اوسي خو په سسيالستي ټولنه کې يوازې يو سرمايه دار وي هغه هم د حکومت مشر وي .

لنډه داچې کمونسټی يوه پسته حيواني مفکوره ده چې د اديانو د پوهنې د علماء په اند کمونستان په نړی کې تر ټولو باطلو اديانو سخت بې عقل کسان دي ځکه نور باطل اديان چې مشرکين هم دي د الله (جل جلا له)  په وحدانيت ايمان لري خو د الله (جل جلا له)  د ذات سره يې شريک نيولی وي دا دومره بې عقل کسان دي چې دا دومره لويه هستي بې واکه او بې اختياره او بې څښتنه بولي چې دا هيڅ سليم عقل نشي منلای .

الله (جل جلا له)  انسان اشرف المخلوق ګرځولی دی هغوی يې د عزت او وقار په جامه پټ کړي دي کورنۍ ، کورنۍ يې ګرځولی دي خو دوی د لوی عزت او شرافت پر ځای حيوانيت غوره کړی دی او د يوې رمې په توګه ژوند کوي .

د دوی ټول اصول د عقل سليم خلاف دي هيڅ عقل د دوی افکار او اصول نشي منلای .

الله (جل جلا له)  دې مونږ د تاسې ذلت او خوارۍ وساتي .

Print Friendly, PDF & Email