الله پاک موراته ژوندي لره چ دې پاک خدمت ته موملاتړلې الله ج، دې درنه راضي شي.
محترمو یوه پوښتنه لرم هیله ده چ داسلام په رڼا کې یی ځواب راکړی.
پوښتنه: زه له خپلومشرانو سره خارج کې کارکوم کاریوځای کوو حساب کتاب هرڅه موګډدي مطلب زما پلار اورسره وروڼه یی ګډ زوندلري نوهرڅه یی شریک دي دلته چ کارکوو نوحساب دمشرانولاس کې وي پلار راسره نشته کله کله زه پیسو ته ډیرضرورت ولذم نه شم کولی چ دوی ته هغه ضرورت ووایم که ووایم هم شاید نه یی راکړي حتی خپله خرچه هم نه شم پیداکولی کارهم کووم نوکه اوس ددوی به ناخبری کې ددوی داجازي بغیرزه پیسې راواخلم یایی بل چاته ورولیږم چ ضرورت وي یاخپل مصارفولپاره دلته مومشران په پیسوداسې مین دي چ ترې اخیستل ډیرسخت دي اونه ورته ویلی شم اونه دوی داسې وایی چ دافیسي درواخلی نواوس ماته حایزده چ ددوی داحازي بغیر په پټه په یوه طریقه پیسې ترې واخلم که نه ستاسو دځواب پع هیله


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کله چې پلار وفات شي او يا هغه ضعيف او بې وسه شي نو مشرانو وروڼو ته د کشرانو وروڼو او خويندو ، عبادتي ، اخلاقي ، تعليمي او همدانګه د والدينو او کشرانو د نفقې برابرولو مسئوليت متوجه دی .

که معيوب ، ليونی او يا کشرانو وروڼه او خويندې مال ولري مشران به هغه له ځانه سره امانت ساتي ، ځکه چې هغوی يې د ساتنې او مصرف اهليت نلري د هغه څخه نفقه ورکولای شي او کله چې بلوغ ته ورسيږي خپل مال به ورته وسپاري .

لقوله سبحانه وتعالی : [وَابْتَلُوا الْيَتَامَى حَتَّى إِذَا بَلَغُوا النِّكَاحَ فَإِنْ آنَسْتُمْ مِنْهُمْ رُشْداً فَادْفَعُوا إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ وَلا تَأْكُلُوهَا إِسْرَافاً] (النساء :۶ ) .

او کله چې بلوغ ته ورسيږي يو ورور د بل ورور په مال کې د تصرف حق نلري مګر دا چې کوم شرعي مصلحت وي ، داسې چې هغه يې د ساتنې او مصرف اهليت نه لري باګل و غيره وي .

هيڅ ورور ته جايز نه ده چې د بل ورور مال په خپل سر د اجازې پرته مصرف کړي او يا هغه پخپل ملکيت کې راولي.

ولا يجوز للأخ أن يأخذ منه شيئاً إلا بطيب نفْسٍ منها ( او ورور ته جايز نه ده چې د هغه له مال څخه څه واخلي مګر دا چې خوښه يې وي .

« لا يحل مال امرئ مسلم إلا عن طيب نفسه » (رواه الدارقطني)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email