السلام عليکم ورحمة الله وبرکات
وبعد:
دا پوښتنه مانه بل چا کړي که يي ځواب ورته ووايي.که يو څوک مځکي او کورونه ولري خو ګټه يي نه ورته
رسيږي يعني کرايه تري نه ورته راځي نو پدي شخص باندي زکات شته او که خير.
هغه ته چا ويلي وه چي ته بايد ددي جايداد يو ټوټه ځمکه وپلوري او بيا يي زکات ورکړي نو ايا دا صحيح ده او که نه؟

طارق

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

زکات په لاندې څلورو شيان کې فرض دی .

۱- في بهيمة الأنعام ( په څارويو کې چې د کال په زياته برخه کې په صحراء کې څري لکه : غوايان ، اوښان ، پسونه او وزې ) .

۲- في الخارج من الأرض ( د ځمکې حاصلات چې مونږ ورته عشر وايو لکه : غنم ، کچالو ، ورېجې …) .

۳- في عروض التجارة ( په تجارتي اجناسو کې ، ټول هغه شيان او اجناس چې د بیع او تجارت لپاره وي ، لکه : د دوکان ، درملتون ، فروشي موټر ، فروشي ځمکې او نور ) .

۴- في النقود ( په سرو او سپينو زرو او نغدو پيسو کې ) .

کومې ځمکې چې د بزګری او حاصلاتو لپاره دي په هغه کې د عشر زکات دی .

کچېرې د سيند ، چينې په اوبه خړوبه کيږي لسمه حصه زکات او کچېرې په نورو تجهيزاتو خړوبه کيږي شلمه حصه زکات ورکول کيږي .

د استوګنې په کور يا بل اضافي کور باندې زکات نشته بلکي د هغه په کرايه باندې زکات دی کچېرې نصاب ته ورسيږي .

مګر که ځمکه او کور د تجارت او بيع پلورلو لپاره اخيستل شوي وي د «عروض التجارة» حکم لري په هغه کې زکات دی د هغه د قيمت څلويښتمه حصه زکات ورکول فرض دي .

«و  فارغ  عن  حاجته  الاصـلیة  نـام  و  لو  تـقدیراً  نلا  زکـاة  عـلی  مکاتب‌…و  لا  فی  ثیاب  البدن  و  اثاث  المنزل  و  دور  السکنی  و  نحوها».

فی دورالسکنی ،وثياب البدن …. وسلاح الاستعمال زکوة لانها مشغولة بالحاجة الاصلية (الهدايه کتاب زکاة ۲۸۶/۱ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

Print Friendly, PDF & Email