ای د مدرسې او مکتب مدير! ته د مدرسې او مکتب قائد او مشر يې او تا ته لوی مسئوليت متوجه دی او تا ته داسې امانت متوجه دی چې په دنيا او آخرت کې د هغه په اړه پوښتنه تر څخه کيږي .

ته د معلمينو، زده کوونکو، د زده کوونکو د والدينو، د مکتب د تعمير او وسائلو او تعلمي نظام او حتی د مکتب تر چوکيدار پورې د ټولو اړخونو مسئول يې .

نو تاته د څو ټکو يادونه کوم ان شاء الله چې ګټور به درته تمام شي

۱- د معلمينو تر مينځ ټول مسئوليتونه اهليت ته په کتلو سره عادلانه وويشه .

۲- هيڅکله د زده کوونکو په مخ کې معلم مه سپکوه او هغه ته د زده کوونکو پر وړاندې نصيحت مه کوه او د زده کوونکو پر وړاندې د هغه نيمګړتيا وې مه بيانوه.

۳- په درسي نظام او سمون کې له معلمينو سره مشوره کوه .

۴- د مکتب تعمير او سامان په بيت المال پورې اړه لري د هغه ساتنه کول واجب دي .

۵- د صنفونو د شروع څخه مخکې د زده کوونکو پيل درول خاص اهميت لري ځکه په لږ وخت کې يوه د خير خبره تر ټولو پورې رسیږي او دغه وخت مهمو مسائلو لکه: د زده کوونکو ديني او اخلاقي ترتبې ته ورکول او په هغه کې د زده کوونکو برخه اخيستل مهم اهميت لري .

۶- معلمين او زده کوونکي د دين مهمو احکامو ته متوجه کول لکه: د اوه کلنۍ نه تر نه کلنۍ پورې ماشومان بايد ټول قرآنکريم په تجويد سره پوره زده وي، طهارت او لمونځ يې پوره زده وي او په همدې سن کې عملاً په لمانځه ودرول شي. او همدانګه هغوی ته د دين نور مهم احکام، مسونه دعاګانې، اذکار ور زده کړ شي .

۷- د معلمينو او زده کوونکو لپاره د اوداسه او لمانځه د ادا کولو ځای برابرول .

۸- د لنډغرو او بدمعاشانو پر وړاندې مبارزه، کچېرې په مکتب کې کوم لنډغر او بدمعاش کس يا ډله موجوده وي په فوري شکل يې بايد مخه ونيول شي او د مخنوي په اړه د مسئولو کسانو سره خبره شريک شي ځکه چې دا لنډغر له يوې خوا د نورو زده کوونکو د فکري او دماغي اخلال او نا آرامۍ سبب ګرځي او له بلې خوا همدا لنډغر سبا ورځ د کلې، سيمې او دين لپاره لوی درد سر جوړيږي نو علاج يې همدا اوس پکار دی .

۹- کچېرې تا ته کوم زده کوونکی د شکايت لپاره راشي هغه مه رټه د هغه خبرې ته پوره غوږ شه د شکايت په اړه تحقيق وکړه کچېرې يې شکايت پر ځای وو، حق يې ورکړه او که نه قناعت ورکړه.

۱۰- کچېرې تا ته د معلم څخه زده کوونکي شکايت کوي ته د هغه په اړه پوره تحقيق وکړه ځکه ځينې وخت هغه کسان چې خپله درس نه زده کوي خپل مسئوليت پر معلم ور اچوي .

۱۱- که معلم تاته د زده کوونکو څخه شکايت وکړي د هغه په اړه تحقيق وکړه او د معلم سره په نظم کې پوره مرسته وکړه .

۱۲- په هيڅ صورت کې د کوم معلم تخريب مه کوه، ځکه معلمينو ستا د مکتب درسي نظام روان کړی او ستا سره يې لوی مسوليت پورته کړی دی، د هغې تخريب داسې دی لکه خپل لاس دې چې پرې کوې . که هغوی ته نصحيت کول غواړې نو مخامخ يې ورته وکړه .

۱۳- د معلمينو د فعاليت، سستی او غفلت څخه بايد پوره خبر ووسې .

۱۴- زده کوونکي د شيطاني مډيا (فلم، تصوير، موسیقۍ ) او نورو نا وړه اعمالو څخه کلک منع کول او د هغوی کلک څارل. د هغوی درسي نظام، د زده کړې طريقه او د زده کوونکو علمي سويه بايد پوره وڅارې .

۱۵- د امتحاناتو پوره څارنه او معلمينو ته په عدل باندې تينګار کول، د نقل او فريب پر وړاندې سخته مبازره کول ځکه چې نقل د زده کوونکو ملا ماتوي، څوک چې په نقل کولو عادت شو هغه ته بيا د درس زده کول خوند نه ورکوي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email