۱- د درس ورکولو لپاره پوره پوره اماده ګې نيول .

۲- صنف ته د داخلېدو پر مهال سلام اچول او د درس په پيل کې «بسم الله الرحمن الرحيم» ويل .

۳- څو پورې چې صنف منظم شوی نه وي او ټول زده کوونکي متوجه شوي نه وي درس مه پيل کوه .

۴- کله چې صنف ته داخل شوې قهر او غصه مه کوه او په ورين تندې ودريږه تر څو زده کوونکي مطمئن شي چې ته په ښه حالت کې يې او صنف ته له ننوتلو سره سم مه کېنه. داسې ځای ودرېږه چې ټول دې وويني او بيا خپلو ټولو زده کوونکو ته نظر وکړه .

۵- د زده کوونکو حاضرې واخله تر څو دوی خپل وخت او حاضری ته متوجه شي .

۶- د درس په زده کولو او کورني کار کې زده کوونکي فرق لري ځينې يوازې اشارې او خبرې ته عوږ نيسي او عمل کوي، ځينې ترغيب ته اړتيا لري او ځينې بیا تأديب ته اړتيا لري، نو ټولو زده کوونکو ته يو شان فکر کول پکار نه دي .

۷- زده کوونکو ته بايد د امکان تر حده پورې درس آسانه شي او د درسي مضمون څخه علاوه ساده او آسانه مثلانونه ورته بيان شي تر څو دوی ژر ورباندې پوه شي او په دماغ يې فشار او زور ورنشي .

۸- په درس ورکولو کې بايد د داسې الفاظو، عباراتو او لغاتو ويلو څخه ډه ډه وشي چې د زده کوونکو له عقل او سويې څخه لوړ وي .

زده کوونکي بايد د دوی د عقلونو او علمي سويې په قدر مخاطب شي .

۹- معلم بايد خپل درسي نظام ته متوجه وي، د درس ويلو، تکرار، سوالونو لپاره وخت وويشي او همدارنګه د ټول فصل درس پر ورځو وويشي چې پخپل وخت داسې خلاص شي چې نه درسي نظام نيمګړی شي او نه هم پر زده کوونکو فشار ورشي .

۱۰- معلم ته پکار ده چې د زده کوونکو تر مينځ د محبت فضاء را مينځته کړي د ځينې زده کوونکو کورنۍ تربيه سمه نه وي د نورو زده کوونکو سره جنجال کوي چې په دې سره د زده کوونکو د دماغي ناآرامۍ سبب ګرځي .

۱۱- د سوال کوونکي سوال ته په حوصله ځواب ورکول .

۱۲- په تخته باندې د ليکلو پر مهال په يوه مناسبه زاويه درېدل تر څو صنف دې تر نظر لاندې وي .

۱۳- معلم د زده کوونکو سره په سلوک کولو کې بايد عادل وي د لوی او وړوکي، غني او فقير، سپين او تور، پاک او ناپاک فرق ونه کړي، ځکه چې د زده کوونکو سره په عدل تعامل هغوی ته د نږدې والی بنسټ دی تر څو د ځينې زده کوونکو د حسد او عداوت سبب نشي .

۱۴- د صنف د نظم د پاره د صنف د مشر زده کوونکي څخه کار اخيستل، د ځينې زده کوونکو ځای ته تغير ورکول، په خبره مخاطب کول او يا تأديب ورکول تر څو د نورو مزايم جوړ نشي.

۱۵- د درس زده کولو لپاره کورنی کار خاص اهميت لري ځکه چې په کورني کار کولو سره د زده کوونکي دماغ عملاً په فعاليت راځي، دا په هغه صورت چې کله د معلم لخوا هر وخت کنترول او چک شي او هغوی خپلو نيمګړتياوو ته متوجه شي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email