د تاريخ معلم ته پکار ده چې زده کوونکو ته د سيرت نبی صلی الله عليه وسلم، سيرت صحابه رضی الله عنهم، اسلامي تاريخ، اسلامي فتوحاتو په اړه معلومات ورکړي دا چې د خلفاء راشدين رضی الله عنهم په وخت کې عراق، ايران، افغانستان، چين او د پاکستان ځينې برخې د اسلامي امت د کوم فاتح جنرال لخوا فتحه شوې او د هند لويه وچه څه وخت د افغانانو په لاس فتحه شوه او همدارنګه د عبرت لپاره د اسلامي امت د تاريخي صالحو اشخاصو يادونه او د هغوی قيصې بيانول .
د تربيه فني يا ترسیم معلم :
د رسم معلم ته ښايي چې خپلو زده کوونکو ته د ساه لرونکو لکه: انسان، حيوان، مرغه د ترسیم ،تصوير او مجسمې د حرمت معلومات ورکړي او دوی ته دا واضح کړي چې د ساه لرونکي رسم او تصوير اخيستل په شرعي نصوصو حرام او په اړه يې سخت وعيدونه بيان شوي دي .
د ساه لرونکو پرته د نورو شيانو لکه: د انسان په لاس جوړ شوي شيان، نباتات، ونې،ځمکه، غرونه، سيندونو او نورو تصويرونه ايستل باک نلري جايز دي .
د ژبې معلم (عربي، دري او پښتو ) :
د ژب پوهنې معلم ته ښايي چې په کورنيو کارونو، تمرينونو او پوښتنه او محاوره کې ګټور ديني او دنيوي شيان ځای پر ځای کړي او په ځينې کتابونو کې چې کوم عبثيات ځای پر ځای شوې دي د هغوی د ضرر په اړه وضاحت ورکړي .
مثلاً: د اسلام څو بناوې دي؟، د سهار لمونځ څو رکعته دی؟، د نوروز لمانځل په اسلام کې حرام دي، د موسيقې اورېدل حرام دي .
د انسان لپاره وخت او زمانه زيات اهميت لري بايد وخت په عبثو شيانو تير نه کړي .
او همداسې د منحرفو اشعارو او سندرو نه د زده کوونکو منع کول او داسې نور ….
آن لاين اسلامي لارښود