د جعرافيه معلم ته پکار ده چې د جهان د خلقت په باره کې د ځينو فلاسفه وو غلطې څرګندونې رد کړي او زده کوونکو ته د ځمکې او نورو سيارو، او په ځمکه باندې روان سيندونه او په هغه باندې ميخ شوي غرونو او ټولو موجوده شيانو کې د الله تعالی د قدرت نښې بيان کړي .

هغه الله سبحانه وتعالی چې سترو سيارو ته حرکت ورکوي، شپه په ورځ او ورځ پر شپه باندې بدلوي .

قرآنکريم سوونه کاله مخکې خبر ورکوي چې الله سبحانه وتعالی پخپل قدرت سره لمر، ځمکې او سپوژمۍ ته د دوران او حرکت توان ورکړی دی او دغه سترې کرې د خپل ستر څښتن (جل جلاله) په حکم منظم ګردش کوي.

لقوله سبحانه وتعالی: [وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ] (الأنبياء:۳۳). ژباړه: او الله هغه ذات دی چې شپه ورځ، لمر او سپوږمۍ يې پيدا کړي. هر يو پخپل مدار کې لامبو وهي.

مګر بشر په شپږم قرن کې دا مسئله کشف کړه.

همدارنګه قرآنکريم سوونه کاله مخکې د بحر له تلې څخه خبر ورکوي .

او الله سبحانه وتعالی فرمايي :[وَهُوَ الَّذِي مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ هَذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَهَذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخًا وَحِجْرًا مَحْجُورًا] (الفرقان ۵۳ ) .ژباړه: (او الله همغه ذات دی چې دوه دريابونه يې سره يو ځای کړي دا يو ډير خوږ او تنده ماتوونکی، او دا بل ښه تريو مالګين دی او بيا يې د دواړو په مينځ کې پرده پيدا کړې ښه منع کړ شوې) .

قرآنکريم څوارلس سوه کاله مخکې د دوو لويو بحرونو د جلاوالی او د هغوی په مينځ کې د پردې خبر ورکوي چې ددې کار تحليل د بشري تصور له مخې مشکل دی ځکه چې دا جلاوالی په سترګو نه معلوميږي او د انسان عقل ته به دا ډيره عجيبه وي چې څنګه يو ځای روانې اوبه او مايعات د کوم اصلي ديوال پرته جلا شي .

مګر الله سبحانه وتعالی دغه بحرونه په خپل قدرت سره داسې جلا کړي چې تر مينځ يې پرده ده چې يو پر بل نه ورکډيږي، د علمي څيړنو له مخې حتی د يو بحر ماهۍ هغه بل طرف نشي ورتلای ځکه چې په بل طرف کې ژوند نشي کولای ځکه چې د اوبو خاصيت فرق لري .

قرآن کريم د بحر د تلې څخه خبر په داسې يو عصر او زمان کې ورکوي چې هغه وخت د کشف او مشاهدې هيڅ وسائل نه وو، چې دا د قرآن اعجاز دی او د قرآن منکرينو ته ستر پيغام دی چې دا کتاب د رب العالمين لخوا نازل شوی چې د خپل مخلوق د هرې برخې او حالت څخه خبر او عالم دی .

مګر بشر د ۱۸ قرن په آخر کې د بحرنو د جلاوالی مسئله کشف کړه.

او بلاخره به د قيامت په ورځ د خپل څښتن (جل جلاله ) په لورې ور ټوليږو :

[إِن كُلُّ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ إِلاَّ آتِي الرَّحْمَنِ عَبْدًا * لَقَدْ أَحْصَاهُمْ وَعَدَّهُمْ عَدًّا * وَكُلُّهُمْ آتِيهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَرْدًا] (سوره مریم :۹۳-۹۵).

ژباړه: (څه چې په ځمکو او آسمانونو کې دي ټول به مهربان الله د بنده ګانو په توګه را وړاندې شي. ټول يې معلوم کړې او له مخې يې ګڼلي دي. او ټول به يو يو د هغه مخې ته وړاندې شي) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email