علم احیاء (بيولوژې) هغه علم دی چې د ژونديو څخه بحث کوي، د دغه مضمون معلم ته په کار ده چې زده کوونکو ته دا بيان کړي چې الله تعالی په څومره ښه شان سره خپل مخلوق پيدا کړی دی، په غوره شان او هيئت سره يې انسان پيدا کړی او په ځمکه کې يې اکثره ساه لرونکي د انسان مدد ګار او خدمت ګار ګرځولي دي.

د کرهنې په ځمکه کې سره چينجي هر چا ته معلوم دي د کرهنې او زراعت پوهان په دې باندې پوهيږي چې په يوه هکټار ځمکه کې په زرګونو چينجې د بزګر سره د مدد د پاره اخته دي او دغه پټ لشکر (چينجي ) ځمکه نرموي او د ځمکو لاندو طبقو ته نايتروجن، نور معدني مواد، هوا او اوبه رسوي.که دغه پټ لښکر خپل کار پرېږدي نو زمونږ ټوله خارې به عبث وي .

همداسې د شاتو په مچيو کې د الله تعالی د قدرت حيرانوونکې نښې پرتې دي :

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ، ثُمَّ كُلِي مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلاً..] (النحل :۶۷-۶۸ ) . ژباړه: (او ستا رب د شاتو د مچی په زړه کې ور واچوله چې په غرونو، ونو او هغو لوړو او دنګو ځايونو کې ځانونو ته ځالی جوړې کړئ، بيا هر ډول ميوې وخورئ او په هغو ليارو والوزئ چې خپل رب درته آسانه کړې دي) .

د پورته آيت شريف څخه دا څرګنديږي چې مچۍ د شاتو په توليد نه پوهېدې ،الله تعالی هغوی ته الهام وکړ او د ژوند او فعاليت ترتيب او تنظيم يې ور وښودلو، دا واضح حقيقت دی چې د شاتو مچی يو عجيب منظم ژوند لري .

او الله تعالی مچيو ته د الهام په ذريغه لارښوونه وکړ چې په غرونو او ونو کې خپلې ځالې جوړې کړي او همداسې يې مچيو ته د الوتلو لارښوونه کړې ده .

مچی د ګلانو د شيرې ټولو لپاره کلو متره مصافه طی کوي ولی لاره نه ورڅخه ورک کيږي بيرته خپلې ځالی ته راځي .

د شاتو مچی له پاکو ګلانو څخه شيره ټولوي او هيڅ ناپاک شی نه خوري او بلاخره ددې څخه شات جوړيږي .

د الله سبحانه وتعالی دغه پاک، ظريف او منظم لښکر د چا لپاره کار کوي؟

د شاتو مچۍ د کيلو متره فاصلو څخه د ګلانو شيره ټولوي او يا يې د کيلو متره فاصلو څخه په خپلو وزرونو کې خپلې ځالی ته انتقالوي تر څو شات توليد کړي او دغه خدمت او د شاتو توليد د چا لپاره دی؟

دا پاک، ظريف او منظم لښکر د انسان لپاره خدمت کوي، پس وګوره ! ای انسانه د ځمکې او آسمان مخلوق ستا لپاره تسخير او ستا خدمت کوي پس ته د څه لپاره پيدا شوی يې او څه مسئوليت لرې؟

که تاسې د الله په قدرت کې په غور فکر او څيړنې وکړئ  نو حيران به شئ او له سترګو به مو اوښکې وبهيږي بيا به د خپل رب (جل جلا له ) په مينه کې ډير وژاړئ.
عرض دا چې هر څه د الله (جل جلا له) په قبضه قدرت کې دي نو انسان به د خپل رب (جل جلا له ) د حدودو پابندي کوي ځکه چې دا هر څه د امتحان د پاره دي :

لقوله سبحانه وتعالی: [إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى الأَرْضِ زِينَةً لَّهَا لِنَبْلُوَهُمْ أَيُّهُمْ أَحْسَنُ عَمَلاً] (سوره الکهف: ۷ ) ژباړه: (څه چې په ځمکه کې دي بې شکه مونږ د هغه لپاره ښايست ګرځولی دی، څو دوی وازمايو چې کوم يو د دوی په عمل کې ډير غوره دی) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email