۶- حلم او حوصله او له غصې څخه پرهيز :

بې ځايه او ډير قهر او غصه کېدل ځينې وخت د سخت خطر سبب ګرځي لکه: دوښمني، عداوت او حتی د خولې څخه د کفر د الفاظو د وتلو سبب ګرځي . د قهر او عصې څخه پرهيز او د هغه کابو کول د متقيانو صفت دی، د دنيا او آخرت خير دی.

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [الَّذِينَ يُنفِقُونَ فِي السَّرَّاء وَالضَّرَّاء وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ] (آل عمران 134) .ژباړه: (پرهيزکاران هغه کسان دي چې په خوښۍ او نا خوښۍ دواړو حالاتو کې مالونه خيراتوي، قهر زغمونکي او خلکو ته عفوه کوونکي وي او الله پاک نيکي کوونکي خوښوي) .

جناب رسول صلی الله عليه وسلم ته يو کس راغی چې ما ته نصيحت وکړه، جناب دری ځله هغه ته په تينګار سره وويل چې :« لاَ تَغْضَبْ» (غصه مه کوه ) .

همدارنګه فرمايي: :«لا تغضب ولك الجنة »(رواه صحيح الجامع و الطبراني).

ژباړه: (غصه مه کوه تا لره به جنت وي) .

پس معلم ته ښايي چې د معصومو ماشومانو سره نيک او مهربانه سلوک وکړي.

مګر د معلم د پاره په هيڅ صورت کې دومره نرمي کول نه دي پکار چې د صنف نظام اخلال شي، د معلم حق او عزت ته صمدمه ورسيږي او په صنف کې داسې کډوډې را مينځته شي چې حالات د څو بې بندباره چې نه غواړي درس زده کړي په ګټه تمام شي .

معلم ته شرعاً د تأديب حق شته داسې تأديب چې نيت يې اصلاح وي نه بل څه. تأديب د زده کوونکي په حالت پورې اړه لري چې ځينې يوازې په کتلو اصلاح کيږي او ځينې په خبره اصلاح کيږي او ځينې بدني تأديب غواړي او بدني تأديب به د اسلامي شريعت په چوکات کې وي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email