سلامونه
سوال کول څه حکم لري ، ددی موضوع په اړه دماخذونه په اړه هم معلومات راکړي

محمد قسيم

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د حاجت او ضرورت پرته سوال کول ګناه ده ، د الله تعالی په حق کې ظلم دی ځکه يوازې هغه ته سوال کول پکار دي او د لغير الله څخه پرته د بل چا څخه سوال کول د خپل ځان ذلت دی .

له ابن عمر رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي : « مَا يَزَالُ الرَّجُلُ يَسْألُ النَّاسَ، حَتَّى يَأتِيَ يَوْمَ القِيَامَةِ لَيْسَ فِي وَجْهِهِ مُزْعَةُ لَحْمٍ». متفق عليه.

ژباړه: ځينې هميشه نورو خلکو نه سوال کوي ( دغه کسان ) به د قيامت په ورځ کې په داسې حال کې حشر کيږي چې پر مخ به يې هيڅ غوښه نه وي پاتې .

همدارنګه جناب رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي :«إِنَّ اللهَ كَرِهَ لَكُمْ ثَلاثاً: قِيلَ وَقَالَ، وَإِضَاعَةَ المَالِ، وَكَثْرَةَ السُّؤَالِ» (متفق عليه).

ژباړه : الله تعالی د تاسې لپاره دری شيان نا خوښ کړي دي : بې ځايه او بيهوده خبرې ، د مال ضايع کول او ډير سوال کول .

او فرمايي : « لأنْ يَأخُذَ أحَدُكُمْ حَبْلَهُ، فَيَأتِيَ بِحُزْمَةِ الحَطَبِ عَلَى ظَهْرِهِ فَيَبِيعَهَا، فَيَكُفَّ اللهُ بِهَا وَجْهَهُ، خَيْرٌ لَهُ مِنْ أنْ يَسْألَ النَّاسَ، أعْطَوْهُ أوْ مَنَعُوهُ » (رواه البخاري ) .

ژباړه : که د تاسې څخه څوک رسۍ واخلي ، هيزم ( د غره لرګي ) پر شا کړي او هغه په بازار کې و پلوري ، او الله تعالی ددې کار په وسيله د هغه آبرو وساتي ، دا ورته غوره دی له دې څخه چې د خلکو څخه سوال وکړي چې معلوم نه ده څه ورکړي او يا يې ورنه کړي .

جاء في الموسوعة الفقهية

يَحْرِصُ الإِسْلامُ عَلَى حِفْظِ كَرَامَةِ الْمُسْلِمِ ، وَصَوْنِ نَفْسِهِ عَنِ الابْتِذَالِ وَالْوُقُوفِ بِمَوَاقِفِ الذُّلِّ وَالْهَوَانِ ، فَحَذَّرَ مِنَ التَّعَرُّضِ لِلصَّدَقَةِ بِالسُّؤَالِ (الموسوعة الفقهية ۲۴/۹۷ ) .

د ضرورت په صورت کې سوال کول :

مګر که محتاج وي او د کسب او کار توان پکې نه وي په قدر د ضرورت سوال کول ورته جايز دي .

جاء في الموسوعة :

أَمَّا إِنْ كَانَ مُحْتَاجًا إِلَى الصَّدَقَةِ ، وَمِمَّنْ يَسْتَحِقُّونَهَا لِفَقْرٍ أَوْ زَمَانَةٍ ، أَوْ عَجْزٍ عَنِ الْكَسْبِ فَيَجُوزُ لَهُ السُّؤَالُ بِقَدْرِ الْحَاجَةِ (الموسوعة الفقهية ۲۴/۹۸ ) .

مګر د فقر او د کسب د عجز له کبله د هلاکت سره مخامخ وي کچېرې سوال ونه کړي او هلاک شي ، نو ګناه کار به وي ځکه د ځان هلاکت جايز نه دی ، د فقه قاعده ده چې : ضرورت سره حرام شی مباح ګرځي لکه : د هلاکت په حالت د مردارې خوړل .

جاء في الموسوعة الفقهية :

إِذَا كَانَ مُضْطَرًّا بِحَيْثُ يَخْشَى الْهَلاكَ إِنْ لَمْ يَأْخُذِ الصَّدَقَةَ ، لِحَدِيثِ : ” لا يَنْبَغِي لِلْمُؤْمِنِ أَنْ يُذِلَّ نَفْسَهُ ” . فَإِنْ خَافَ هَلاكًا لَزِمَهُ السُّؤَالُ إِنْ كَانَ عَاجِزًا عَنِ التَّكَسُّبِ . فَإِنْ تَرَكَ السُّؤَالَ فِي هَذِهِ الْحَالَةِ حَتَّى مَاتَ أَثِمَ لأَنَّهُ أَلْقَى بِنَفْسِهِ إِلَى التَّهْلُكَةِ ، وَالسُّؤَالُ فِي هَذِهِ الْحَالَةِ فِي مَقَامِ التَّكَسُّبِ ؛ لأَنَّهَا الْوَسِيلَةُ الْمُتَعَيِّنَةُ لإِبْقَاءِ النَّفْسِ ، وَلا ذُلَّ فِيهَا لِلضَّرُورَةِ ، وَالضَّرُورَةُ تُبِيحُ الْمَحْظُورَاتِ كَأَكْلِ الْمَيْتَةِ (الموسوعة الفقهية ۲۴/۹۸ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email