شپږم علم :

مهم کار دا دی چې معلم پخپل مضمون حاکميت ولري او په درس ورکولو حاکميت ولري ځکه دا په ده باندې هغه امانت دی چې ادا کول يې واجب دي، او دا همغه کار دی چې دی يې په بدل کې له بيت المال څخه اجرت اخلي .

خو ددې امانت سره سره بايد د شرعي علم له زده کړي غافله نشي هغه علم چې پر نارينه او ښځه فرض دی، هغه علم چې د دنيا او آخرت سعادت دی ،کوم معلم چې شرعي علم ولري هغه د شرعي احکامو، اخلاقو او آدابو او تقوی پابند وي او داسې معلم زده کوونکو ته د تقدير او احترام وړ وي .

زده کوونکي د معلم هرې خبرې ته د قدر په سترګه ګوري، معلم چې کومه د خير خبره، اسلامي آدابو او اخلاقو خبره کوي د زده کوونکو په دماغ کې د کاڼې د ليکنې په څير ځای نيسي .

کله چې د ماشوم والدين کوم حرام او منکر کار تر سره کوي، ماشوم ورته وايي دا کار مه کوئ ځکه چې مونږ ته مو خپل معلم ويلي وو چې داسې کول حرام دي.

د علم شرعي څخه اصلي مطلب عمل دی داعي معلم بايد پخپله وينا عمل ولري .

الله سبحانه وتعالی فرمايي:[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لاَ تَفْعَلُونَ * كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لاَ تَفْعَلُونَ] (الصف :۲-۳ ). ژباړه: (ای مؤمنانو هغه څه ولی وايئ چې نه يې کوئ، د الله پر وړاندې دا ډيره د قهر او کينې خبره ده چې: هغه څه ووایئ چې کوئ يې نه ).

رسول صلی الله عليه وسلم څخه دغه دعا روايت شوې :« اللهم إني أعوذ بـك من علم لا ينفع» ژباړه: ای الله زه پر تا باندې پناه غواړم له هغه علم چې بې ګټې وي (د عمل او نورو ته رسولو پرته وي).

امام شافعي رحمه الله وايي: “ليس العلمُ ما حفظ، ولكنَّ العلم ما نفع”يعنې: (علم هغه نه دی کوم چې ياد شوی وي بلکي علم هغه دی چې نفع رسونکی وي) .

ماشومان موټر چلوونکی له نارواه کار څخه منع کوي :

د تنکيو ماشومانو يو تونس موټر چې هره ورځ به يې زده کوونکي د أقرأ روضة الأطفال مدرسې په لورې نقلول، موټروال به چې کله موسيقي ساز او سرود ونيولو وړو ماشومانو به ورته ويل بند کړه د موسيقۍ اورېدل حرام دي .

کله به چې موټروان سګريټ له جيب څخه بيرون کړو وړو ماشومانو به ورته ويل مه څکوه مونږ ته مو استاذ ويلي دي چې د سګريټو څکول او د موسيقۍ اورېدل حرام دي .

بلاخره موټروال پر خپل عمل خجالت وباسي او د تنکيو ماشومان د نصيحت تر تأثير لاندې راځي او د ماشونو پر وړاندې د دا ډول عمل جرأت نشي کولای .

تنکي ماشومان خپل دعوت ته دوام ورکوي :

څه وخت تيريږي د زده کوونکو انتقالونکی موټر بدليږي بل موټروان راځي چې د پخواني موټروان په څير له موسيقۍ اوريدو او سګريټ څکولو سره عادت دی، ماشومان هغه منع کوي خو دا ځل د ماشومان منع کول او د خير دعوت په موټروان اثر نه کوي، بلاخره دا تنکي ماشومان خپل سر معلم ته شکايت کوي چې مونږ ستا د موټروان څخه په تنک يو هغه موسيقي ږغوي او سګريټ څکوي او زمونږ خبره نه مني .

سر معلم د زده کوونکو د خبرې په اورېدو سره ټول موټروانان را وغوښتل او هغوی ته يې اعلان وکړ: سر له نن څخه چې هر چا په موټر کې موسيقي ونيوله او سګريټ يې وڅکول هغه به منفق وي.

دا ماشومان د لومړي ټولګي، دوهم او دريم ټولګي تنکې زده کوونکي وو

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email