پنځم صفت – داعي معلم دې بيړه نه کوي

د خپل دعوت، تعليم او کوښښ ثمرې او نتجې ته بيړه او عجله مه کوه، ته نن د کښونو په کرلو لګيا يې او د کرلو سره سم حاصلات مه غواړه .

ستا سره چې د زده کوونکو د نيکې تربيې او د علمي سويي د لوړوالي غم دی نو خپل کوښښ او خير طرف ته دعوت لږې لږې خبرې کمې مه ګڼه همدا وړې وړې خبرې د وړو ماشومانو په دماغ ځای نیسي .

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«لأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَى يَدَيْكَ رَجُلا خَيْرٌ لَكَ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ وَغَرَبَتْ» (الطبراني:۹۲۵ ). ژباړه: که الله ستا د لاس څخه يو بنده ته هدايت وکړي ستا لپاره د ټولو کائيناتو نه چې پری لمر راخيږي او پرېوزی غوره دی .

د يو ماشوم د لمانځه قيصه :

کتاب (نصائح للمعلمين مع بداية الدراسة) ليکي: يو وړوکی د دريم ټولګي ماشوم وو، د هغه يو معلم وو چې هر وخت به يې خپل زده کوونکي د الله تعالی اطاعت کولو ته تشويق کول د لمانځه د پابندۍ نصيحت به يې ورته کولو، بلاخره د معلم نصيحت په وړوکي ماشوم اثر کوي او ماشوم په جومات کې د سهار د لمانځه کلک عزم او اراده لري خو څوک به يې ويښ کړي، پلار، نه، مور ،نه، هغه کله ويښ او کله بيده په نا آرامۍ سره شپه سبا کوي تر څو د سهار جماعت ورڅخه فوت نشي چې بلاخره د سهار آذان کيږي ماشوم د جومات په طرف يوازې په توره شپه او تياره سړک د جومات خواته ځې کله چې جومات ته رسيږي ګوري چې جومات قفل دی، دغه وخت ګوري چې په سړک يو ضعيف بډا کرار کرار چې په خپله همسا لاره معلوموي را روان دی دا بډا سړی د ده د ټولګيوال نيکه دی ماشوم په سپين ږېرې بوډا پسې د وروسته روان شو حال دا چې سپين ږېری ورباندې نه پوهيږي او جومات ته داخل شول لمونځ يې ادا کړ او په بوډا پسې د وروسته را روان شو او خپل کور ته راغی دروازه خلاصه وه ننولو او بيده شو او د کور هيڅ څوک ورباندې خبر نه شول .

ډيرې ورځې تيريږي بلاخره دا بوډا سړی وفات کيږي ماشوم چې کله د هغه له وفات خبريږي ژاړي، پلار يې ورته وايي ای احمد بچيه! ولې ژاړې هغه ستا هيڅ نه کيده، احمد خپل پلار ته قيصه بيانوي چې: زه تا د سهار لمانځه نه بيدارولم او زه د يوازېتوب له امله د دغه بوډا د لمانځه ملګری وم په هغه پسې به د وروسته روان وم خو هغه پر ما نه پوهيده، پلار يې د قيصې په اوريدو ډير وژړل پر خپل عمل خجالت او د خپل وړوکي ماشوم دغه صالح عمل ورباندې اثر وکړ او بلاخره پلار هم جومات ته د تللو کلک عزم وکړ او په دې سره يو نيکمرغه کورنۍ شوه، ددې سعادت سبب څوک وو؟، معلم

وګورئ د معلم ديني تربيت څومره اثر لري .

د پخوانيو علماوو قيصې :

ټولو ته څرګنده ده چې د بخاري کتاب د قرآنکريم وروسته د امت په اتفاق صحيح ترين کتاب دی او د دغه کتاب مصنف امام بخاري رحمه الله دی .

ابن حجر رحمه الله د فتح الباري په مقدمه کې د هغه د تأليف له دريو اسبابو څخه مشهور سبب دا ليکي چې: هغه د اسحاق بن راهويه په درسي حلقه کې ناست وو، اسحاق وويل: د تاسې څخه به څوک يو صحيح کتاب د رسول صلی الله عليه وسلم په سنتو کې ترتيب کړي، همدا وړه خبره وه چې ددې په وجه امام بخاري ته الله تعالی د دغه ستر کار توفيق ورکړ .

امام ذهبي رحمه الله چې د الجرح او تعديل شيخ او د هغه عصر پيژندل شوی عالم د علم حديث بنسټ ايښونکی وو د هغه د علم حديث د طلب او زده کړې وجه او سبب يوه وړه خبره وه، دی خپله وايي: چې زما خط امام البزرالي وليد او ما ته یې وويل: ستا خط د محدث په شان دی، نو د هغه وروسته زه د علم حديث زده کړې ته تشويق شم او دا کار مې پيل کړ .

امام ابې حنيفه جليل القدر تابعي رحمه الله چې په تقوی او علم يې د امت اتفاق دی . امام ابی حنيفه رحمه الله ته امام الشعبي رحمه الله نصحيت وکړ همغه وو چې علم فقه ته يې مخ کړه او لويه امام ورڅخه جوړ شو .

معلم صاحب! ته خپل کوښښ کوه او د الله لورې ته د خير دعوت کوه نور د خپل کرلي کښت ثمره الله تعالی ته سپاره .

آن لاين اسلامي لارښود – د تعليم او تربيې څانګه

Print Friendly, PDF & Email