أمر بالمعروف او نهی عن المنکر د هر مؤمن نارينه او ښځې لپاره کلکه اسلامي فريضه ده او دا د مؤمنانو هغه صفت دی چې له منافقانو څخه يې جلا کوي .

لقوله سبحانه وتعالی: [وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ ..] (التوبه ۷۱ ). ژباړه:(او مؤمنان سړي او مؤمنانې ښځې ځينې د ځينو نورو دوستان دي امر کوي په نيکی او له بدليو نه خلک منع کوي) .

[الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُم مِّن بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمُنكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ…] (التوبه ۶۷ ) . ژباړه: (منافقان سړي او منافقانې ښځې ځينې له ځينو نورو نه ،هغوی د بدۍ په لور بلنه کوي او له نيکۍ څخه منع کوي) .

هيڅ مؤمن نجات نشي موندلای څو پورې چې دغه دنده تر سره نه کړي.

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَالْعَصْرِ * إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ] ( قسم دی په زمانه يقيناً ټول انسان په زيان او خسران کې دي) .

مګر يوازې هغه کسان کامياب دي چې څلور صفات ولري او دا څلور دورې ټولې پوره کړي .

[إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ ] (العصر ۱-۳).
ژباړه:(پرته له هغو کسان چې ايمان راوړی او نيک عملونه يې کړي وي او يو تر بله يې وصيت کړی وي په حق سره او وصيت يې کړی وي په صبر سره ).

اول صفت: هغه کسان کامياب دي چې ايمان يې راوړی او پخپل ايمان کلک ودريږي .

دوهم صفت: صالح اعمال ترسره کړي چې د ريا او نفاق څخه پاک وي لکه لمونځ، زکات او نور ….

د عمل الصاحات په سر کې لمونځ قرار لري، کچېرې د بنده لمونځ صحي وو نور اعمال يې هم صحي دي او د قيامت په ورځ د لمانځه له مخې د نورو اعمالو تلل دي او که لمونځ خراب وو ټول دنيوي او آخروي مسئوليتونه او کارونه يې خراب دي، د لمانځه کمال په جومات کې په جماعت سره ادا کول او د ښځې لپاره پخپل کور کې په پخپل وخت لمونځ کول دي .

حضرت عمر فاروق رضی الله عنه خپلو امراء او واليانو ته وليکل: [إنَّ أهم أمركم عندي الصلاة فمن حفظها فقد حفظ دينه، ومن ضيّعها فهو لما سواها أضيع، ومن المحافظة عليها أداؤها جماعة فى المسجد، وفي] ( ابن القيم الجوزية ص ۴۰۳ ـ ۴۰۴).

ژباړه: تر ټولو مهم د تاسې له أمورو څخه ماته لمونځ دی ،پس هر چا چې د هغه حفاظت وکړ هغې خپل دين وساتلو او چا چې هغه ضايع کړ هغه ته د نورو شيانو ضايع کول آسان دي او د هغه محافظت دا دی چې لمونځ په جمع په جومات کې ادا شي .

دريم صفت :التواصي بالحق (په حق سره توصيه ده ) ځکه چې دين نصيحت دی او ددې څخه أمر بالمعروف او نهی عن المنکر مراد دی تر څو سړی مصلح جوړ شي .

څلورم صفت : التواصي بالصبر (په صبر باندې توصيه کول)، او صبر لاندې مراتب لري :

۱- په طاعاتو باندې صبر کول.

۲- په ګناهونو باندې صبر کول.

۳- د حق بيان او أمر بالمعروف او نهی عن المنکر (په نيکو کارونو امر کول او له بدو کارونو څخه منع کول) له مشکلاتو سره تړلی دي نو په دې مشکلاتو باندې صبر کول پکار دي ځکه چې دا لوی کار دی،د پيغمبرانو عليه السلام لاره ده سترې حوصلې او استقامت ته ضرورت لري .

۴- د الله تعالی په تقديراتو باندې راضي کيدل، په مشکلاتو او مصيبوتو باندې صبر کول ځکه چې دا امتحان دی .

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email