هغه مهم صفات چې په يو معلم کې بايد موجود وي

اول – اخلاص

داعي او خير غوښتونکي معلم ته ښايي چې د درس ورکولو دنده د الله تعالی د رضايت وسيله او خپل نيت خالص د الله تعالی لپاره ورګرځوي هغه که شرعي علوم وي ، د عصري علومو تدريس وي نو نيت به يې دا وي چې دا علوم د نن عصر ضرورت دی او په دې علومو سره د اسلامي امت د عصري قضاياوو مشکل حليږي او د پرديو له احتياج څخه خلاصيږي او زده کوونکو ته نيکه اسلامي ترتبيه ، په خير سره امر کول او له بدو څخه منع کول ، نصيحت ، اصلاح او تأديب کې يې بايد نيت د الله تعالی رضا وي نه ريا او نه هم ځان ښودنه او نه په دې نيت چې خلک زما صفت وکړي .

ځکه چې هر عمل په نيت پورې اړه لري .

جناب رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«إنما الأعمال بالنيات وإنما لكل امرئ ما نوى» (البخاري ) .

ژباړه: د ټولو عملونو قبلېدل په نيت پورې اړه لري ، انسان ته د ده د نيت موافق ثواب او بدله ورکول کيږي.

د چا چې نيت خالص شو د خير کار لا څه چې مباح عمل عبادت حسابيږي او هغه ته ثواب ورکول کيږي .

أن المباحات إذا نوى بها الإنسان الثواب عند الله -جلَّ وعلَا- فإنها تدخل في ما يثاب عليه (شرح الأربعون النووية / دوکتور عبدالحکيم العجلان ) .

يعنې : کله چې په مباح کارونو کې د انسان نيت د الله جل وعلا د جانبه ثواب وي نو په هغه سره اجر او ثواب دی .

څوک چې الله تعالی ته خوښ شو ، الله تعالی د مخلوق په زړه کې د هغه محبت ور اچوي .

نو کله چې معلم خپل نيت خالص کړي نو دی به د الله تعالی په نزد صالح او مقبول بنده وي ، او د خلکو او زده کوونکو په زړونو کې به د ده محبت وي .

د بخاري په حديث شريف راغلي دي :«إذا أحبَّ الله العبد نادى جبريل إن الله يحب فلاناً فأحببه فيحبه جبريل فينادي جبريل في أهل السماء إن الله يحب فلانا فأحبوه فيحبه أهل السماء ثم يوضع له القبول في الأرض (البخاري :۳۲۰۹ ).

ژباړه: کله چې الله تعالی ته کوم بنده خوښ وي نو جبرئيل ته آواز کوي چې فلانی بنده الله ته خوښ دی ته هم هغه خوښ کړه نو جبرئيل هغه خوښ کړي او د آسمان اهل ته آواز وکړي چې فلانی بنده الله تعالی ته خوښ دی نو تاسې هم هغه خوښ کړئ (له هغه سره مينه وکړئ ) نو د آسمان اهل هم هغه خپل دوست او خوښ جوړ کړي بيا په همدې توګه د ځمکې د اهل هم خوښ او مقبول شي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email