الحمد لله الذي علم بالقلم علم الإنسان ما لم يعلم .
والصلاة والسلام على النبي الأكرم وعلى آله وصحبه ومن اهتدى بهديه إلى يوم الدين …

تحیه او سلام دې وي د الله تعالی د جانبه پر معلمينو باندې هغه چې د نسلونو روزنه کوي ، خپل وخت ، خپل بدن ، خپل دماغ په کار اچوي او د زړه وينې خوري تر څو نوي نسلونه د جهالت څخه د علم لورې ته ، د بې ادبی څخه د ادب لورې ته ، فسق او فساد څخه د دين او تقوی لورې ته ، د بغاوت څخه د رجوع لورې ته برابر کړي .

تحيه او سلام دې وي پر هغو معلمينو چې خپل احتياجات يې پر خپله سينه کې پټ کړي او په همدې هدف پسې روان دي چې د مسلمانانو اولادونه له جهل او ګمراهۍ څخه خلاص کړي د حق طرف ته يې متوجه کړي .

تحيه او سلام دې وي پر هغو معلمينو چې غم يې د خلکو د اولادونو ، علميت او تربيت وي ، دا وکړه او دا مه کوه ، څومره دې زده کړ او څه دې وکړل همدا يې غم او هدف وي .

د الله تعالی له لورې دې پر تا باندې سلام او مبارک تحيات وي .

زده کړه او تدريس هغه رسالت او مسئوليت دی چې خلک د هغه په وسيله د ايمان او نور او معرفت طرف ته بلل کيږي او یقيناً چې په دې کار کې لوی اجر دی .

معلمين کرام !

اسلامي امت نن د ډيرو سختو فتنو او امتحاناتو سره مخ دی ، زمونږ کړېدلی ولس د کفارو د هر اړخيز نظامي ، ديني او فرهنګي يرغل سره مخ دی . د دغو اسلام دوښمنو زياته توجه نوي نسل ته ده ، دغه د اسلام سر سخته دوښمان غواړي چې نوی نسل ښکار کړي .

نن عصر کې د مسلمانانو لوی غفلت دا دی چې دعوت الی الله يې ترک کړی ، فکري روزنه يې ترک کړي معاصرو بلاوو ته متوجه نه دي .

ولس او نوي نسلونو په بېلابېلو بڼو د اسلام دوښمنو له ښکار سره مخ دي لکه : شيطاني مديا او خپرونې چې هر کور او حتې هر جيب ته يې مخ کړې ، شيطاني فلمونه ، سريالونه ، موسيقي ، د تلويزونو ، راډيو او موبايل او آي فون ليارې زهرجن تبليغات کوي او داسې نور .

په داسې حالاتو کې معلم داسې دی لکه په صحراء کې يو شپون چې په رمه يې څو ليوان د حملې کولو تابيا لري نو دغه شپون ته څومره توجه او دقت پکار دی ؟

د اسلامي امت معلم ! د مسلمانانو د نسلونو روزنکیه! ته نن په همداسې موقف کې يې ، اسلام دوښمنه ليوان او شرموخان دې تر رمه چاپيره تاو دي … نور ته فکر وکړه چې څومره پام او فکر پکار دی .

د معلم د مسلکي تربيه او آدابو کتابونه شته ، تاسې ته به ورکشاپونه جوړ شوې وي مګر دغه رساله د يو داعي معلم د روزنې لپاره تر تيب شوې هغه داعي او خير غوښتونکی معلم چې حتی ماهيانو پخپلو ځالو کې هغه ته د خير دعا کوي .

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«ان الله وملائكته وأهل السموات والأرضين حتى النملة في حجرها، وحتى الحوت ليصلون على معلم الناس الخير» (أخرجه الترمذي، ۵/ ۵۰) .

ژباړه: يقيناً الله تعالی ، د هغه ملائکې ، د آسمانونو او ځمکو اهل او حتی په غارونو کې ميږيان او حتی ماهيان په هغه باندې درود وايي چې خلکو ته په خير باندې لارښوونه کوي .

فيض القدير ليکي : د الله د جانبه درود رحمت دی ، د ملائکو د جانبه استغفار او بښنه ده او د نورو د جانبه دعا ده .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email