د تعلق او اړیکو پرې کول د اسلام له نظره

په اسلام کې د خپلوانو او يا کوم مسلمان سره د تعلق او اړيکو پرې کول څه حکم لري ؟

بخت الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په اسلامي شريعت کې د خپلولی پر پاللو ډير زيات ټينګار شوی دی .

عايشه رضی الله عنها روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : ((الرحم معلقة بالعرش تقول : من وصلني وصله الله،ومن قطعني قطعه الله )) البخاري- الفتح10(5989). ومسلم (2555) وهذا لفظه.
ژباړه: رحم يا خپلوي پالل په عرش پورې معلق دی چې وايي : چا چې زه وصل کړم هغه د الله سره وصل شو ، او چا چې زه پرې کړم الله به د هغه نه (خپل رحم ) پرې کړي .
انس رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ((من سرهُ أن يبسط له في رزقه ، ويُنسأ له في أثرة فليصل رحمه)) البخاري الفتح10(5986) ومسلم (2557)
ژباړه: څوک چه خپله روزي ډيره او عمر زيات غواړي نو هغه ته پکار دی چه خپلوي ښه و پالي.

نور تفصيل دلته ولولئ :

https://dawat610.com/archives/4677

همدارنګه د مسلمان ورور سره د دريو ورځو زيات خفګان کول جايز نه دي :

د مسلمان سره به له دریو ورځو زیات قطع تعلق نه کوو

https://dawat610.com/archives/9497

مګر د فاسق او بدکار سره قطع تعلق کول بېله موضوع ده تفصيل دلته ولولئ :

https://dawat610.com/archives/4682

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email