الله سبحانه وتعالی په زمانه باندې قسم کړی دی چې : [وَالْعَصْرِ] د څه لپاره ؟ ددې لپاره چې زمانه زیات اهميت لري، په دې دنيا کې د انسان ژوند او د هغه لپاره د ټولو موجوده کائيناتو تسخير زيات اهميت لري او د ستر هدف لپاره دغه فاني دنيا ته راغلی دی ، کچېرې دغه څو ورځې ژوند تير شي نو بيا هيڅکله نه راګرځي .

په دنيا کې د انسان د ژوند هدف د خپل خالق ، رازق او پالونکي عبادت دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ] (الذاريات: ۵۶ ) .

ژباړه : او نه مو دي پيدا کړي پيريان او انسانان مګر دا چې عبادت وکړي زما .

او فرمايي :[اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ * الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَندَادًا وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ] (البقرة: ۲۱، ۲۲).

ژباړه: (عبادت وکړئ د هغه رب چې تاسې او له تاسې څخه مخکې ټول خلک يې پيدا کړي دي ، تر څو تاسې پرهيزګاران شئ .هغه ذات چې ستاسو لپاره يې ځمکه وغوړوله ، آسمان يې چت جوړ کړ او له پاسه يې اوبه را ښکته کړې ، په اوبو سره يې ستاسې د خوراک لپاره ډول ډول مېوې را وښکلې . نو بايد تاسې هم له الله پاک سره نور څيزونه برخه من ونه ګرځوئ) .

مګر ډيرو انسانانو د خپل ژوند هدف ونه پيژندلو چې زه د څه لپاره پيدا شوی يم او مسئوليت مې څه دی ؟

نو الله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَالْعَصْرِ * إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ] ( قسم دی په زمانه يقيناً ټول انسان په زيان او خسران کې دي ) .

زيات شمير انسانان ګمراه شوي دي .

مګر يوازې هغه کسان کامياب دي چې څلور صفات ولري او دا څلور دورې ټولې پوره کړي .

[إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ ] (العصر ۱-۳) .
ژباړه : (پرته له هغو کسان چې ايمان راوړی او نيک عملونه يې کړي وي او يو تر بله يې وصيت کړی وي په حق سره او وصيت يې کړی وي په صبر سره ).

اول صفت:

هغه کسان کامياب دي چې ايمان راوړي او پخپل ايمان کلک ودريږي .

دوهم صفت:

صالح اعمال ترسره کړي چې د ريا او نفاق څخه پاک وي لکه لمونځ ، زکات ، روژه ، حج او نور.

او هر عمل صالح د قبول لپاره دا شرط دی چې په هغه کې به اخلاص وي يعنې يوازې د الله تعالی لپاره به وي رياء پکې نه وي او بل په هر عمل صالح کې د رسول صلی الله عليه وسلم متابعت شرط دی يعنې د هغه په طريقه سره به وي د اسلامي شريعت موافق به وي .

يعنې د ايمان راوړلو وروسته نجات او بری نشي موندای څو پورې چې د الله تعالی اوامر پر ځای نه کړي د عمل الصاحات په سر کې لمونځ قرار لري ، کچېرې د بنده لمونځ صحي وو نور اعمال يې هم صحي دي او د قيامت په ورځ د لمانځه له مخې د نورو اعمالو تلل دي او که لمونځ خراب وو ټول دنيوي او آخروي مسئوليتونه او کارونه يې خراب دي ، د لمانځه کمال په جومات کې په جماعت سره ادا کول او د ښځې لپاره پخپل کور کې په پخپل وخت لمونځ کول دي .

حضرت عمر فاروق رضی الله عنه خپلو امراء او واليانو ته وليکل : [إنَّ أهم أمركم عندي الصلاة فمن حفظها فقد حفظ دينه، ومن ضيّعها فهو لما سواها أضيع، ومن المحافظة عليها أداؤها جماعة فى المسجد] ( ابن القيم الجوزية ص ۴۰۳ ـ ۴۰۴).

ژباړه : تر ټولو مهم د تاسې له أمور څخه ماته لمونځ دی ،پس هر چا چې د هغه حفاظت وکړ هغې خپل دين وساتلو او څوک چې هغه ضايع کړي هغه ته د نورو شيانو ضايع کول آسان دي او د هغه محافظت دا دی چې لمونځ په جمع په جومات کې ادا شي .

دريم صفت :

التواصي بالحق (په حق سره توصيه ده ) ځکه چې دين نصيحت دی ، د مؤمنانو سړيو او مؤمنو ښځو دا صفت دی چې هغوی به په نيکی أمر کوي او له بدۍ څخه به خلک منع کوي .

لقوله سبحانه وتعالی: [وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ ..] (التوبه ۷۱ ).

ژباړه : او مؤمنان سړي او مؤمنانې ښځې ځينې د ځينو نورو دوستان دي امر کوي په نيکی او له بدليو نه خلک منع کوي .

[الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُم مِّن بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمُنكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ …] (التوبه ۶۷ ) .

 ژباړه : (منافقان سړي او منافقانې ښځې ځينې له ځينو نورو نه ،هغوی د بدۍ په لور بلنه کوي او له نيکۍ څخه منع کوي ) .

د کور مشر او مشره ديني مسئوليت لري چې خپلو اولادونو ته په نيکی أمر وکړي هغوی ته د شرعي علم زمينه برابره کړي تر څو د خپل خالق ، خپلو والدينو ، خپل ځان او نور مخلوق حقوق وپيژني او د هغه د ټولو ديني امورو څارنه وکړي

او له بدو کارونو څخه منع کړي .

اوس کچېرې يو سړی پوره پرهيزکاره وي خو د خپلو ماتحتو د پرهيزکاری هيڅ خيال او فکر ورسره نه وي دا سړی بری نشي موندای ولې ؟ ځکه په ده کې د [التواصي بالحق] صفت نشته .

څلورم صفت :

التواصي بالصبر (په صبر باندې توصيه کول) ، او صبر دری مراتب لري .

۱- په طاعاتو باندې صبر کول ځکه چې په دې کې څه مشقت شته نو د اطاعت په ادا کولو کې صبر ته ضرورت دی ، لقوله سبحانه وتعالی : [رَبُّ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا فَاعْبُدْهُ وَاصْطَبِرْ لِعِبَادَتِهِ هَلْ تَعْلَمُ لَهُ سَمِيًّا ] (مريم: ۶۵).

ژباړه: د آسمانونو او ځمکې او هغو ټولو شيانو رب دی چې د دواړو په مينځ کې دي ، نو يوازې د هغه عبادت کوه او صبر کوه په عبادت د دغه (الله) کې ، آيا پيژنې ته ده ته کوم هم نام ؟ (بلکه نه يې لري ).
۲- په ګناهونو باندې صبر کول ، نفس اماره هميشه انسان د بدو کارونو وسواس وراچوي نو مسلمان ته پکار ده چې د خواهشاتو څخه په پوره صبر سره پرهيز وکړي ځکه چې د شهواتو لاره د دوذخ لاره ده ، رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«وحفت النار بالشهوات» ( او دوزخ په شهوتونو پوښل شوی دی ) .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[فَأَمَّا مَنْ طَغَى * وَآثَرَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا * فَإِنَّ الْجَحِيمَ هِيَ الْمَأْوَى * وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَى * فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِيَ الْمَأْوَى ]النازعات: 37 – 41].

ژباړه: (او چا چې سرغړونه کړې وي . او دنيا ژوند يې په هر څه غوره ګڼلې وي نو دوزخ يې د ورتګ ځای دی او څوک چې د خپل رب له مخامخ کېدو څخه ډار شوي وي او ځانونه يې له نفسي او شهوانې هيلو ساتلې وي نو جنت يې د ورتګ ځای دی) .

۳- د حق توصيه او د حق بيان او په نيکو کارونو امر کول او له بدو کارونو څخه منع کول له مشکلاتو سره تړلی دي نو په دې مشکلاتو باندې صبر کول پکار دي ځکه چې دا لوی کار دی ، د پيغمبرانو عليه السلام لاره ده سترې حوصلې او استقامت ته ضرورت لري .

۴- د الله تعالی په تقديراتو باندې راضي کيدل ، په مشکلاتو او مصيبوتو باندې صبر کول ځکه چې دا امتحان دی .

[ وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ * الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ] [البقرة: 155، 156].

ژباړه : (او خامخا به آزميو تاسو په ډار ، لوږې د مالونو ځانونو او د ميوو په کموالي او صبر کوونکو ته زېری ورکړه . هغه کسان چې کله کوم ور ورسيږي وايي چې : مونږ ټول د الله يو او مونږ ټول به هغه ته بيا ور ګرځو ).

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email