په هر کور او جيب کې پټه بلاء

نن د هر ځوان ، نجلې او هر چا سره کامره لرونکی ، صوت او ويديو لرونکی موبايل او آی فون موجود دي ، بې ځايه تصويرونه ورباندې اخلي هر يو نن عکاس جوړ شوی او د هر چا په جيب او کور کې کمره موجوده ده چې د تصويرونو حرمت او وعيدونه مخکې بيان شول ، کله لويي فتنې ته لاس اچوي په ودونو ، لارو او کوچو کې په ښکاره يا پټه د بيګانه ښځو او هلکانو تصويرونه اخلي چې لويه بې شرمي او فحشاء ده ، او کله ددې لارې تجسس کوي .

د خپلو کورونو څارنه وکړئ او په لوی لاس يې مه بربادوئ

يو بقال چې د کابل له منډوي څخه کپلې وړي او بيا يې په اطرافي کليو او قريه جاتو کې خرڅوي ، له هغه څخه چا پوښتنه وکړه چې آيا په دغه عمل کې ستا څه ګټه شته ؟

بقال وايي : په دې کار کې دومره ګټه نشته ، مګر زه ددې تر څنګ بل کار تر سره کوم چې په هغه کې زما لپاره زياته ګټه ده .

بقال زياتوي : زه په (۵۰) يا (۱۰۰) افغانۍ د موبايل ميمروۍ اخلم بيا هغه له جنسي فلمونو څخه ډکوم او بيا دا ميمروې هر يوه يې په (۱۰۰۰ ) افغانۍ په نجونو او پيغلو خرچوم ، او زما په دې کار کې ډيره فائده ده ، کله چې په دوی باندې دغه فلمونه په پټه توګه د کمپلو خرڅولو په بهانه خرڅوم نو هغوی زما څخه خوښې وي …. دا قصه پرون د جومات امام را ته وکړه چې هغه ته په منډوي کې يو عمده فروش کړې وه او ستاسې سره يې ددې لپاره شريکوم چې ددې پټو بلاوو څخه خبر شئ .

ددې قصې څخه عبرت :

۱- نجونو او هلکانو او ښځو ته د پرمختللو موبايلو اخيستل او هغوی ته يې په واک کې ورکولو ثمره به همدا وي ځکه اکثراً ځوانانو او نجونو ته چې دا ډول شرايط مساعد شي هغوی به خامخا د بې شرمه او فاحشو فلمونو کتلو ته لاس اچوي ځکه چې د هغوی عقل او فکر کمزوری او اکثراً پوره ديني معلومات نلري … او بلاخره ددې تماشا پايلې به ډېرې خطرناکې وي او په دې کې به د هغوی مشر او مسئول شريک وي ځکه چې دا شرايط د هغه لخوا ورته مساعد شوي .

که نور هيڅ نه وي د تصويرونو اخيستل او د موسيقي اورېدل خو هسې هم په اوسني تپل شوي سکولار کې رسمي بڼه لري ، نو آيا تاسې څه فکر کوئ چې دا واړې ګناهونه دي .

«إِنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَذَابًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ الْمُصَوِّرُونَ» (متفق عليه)

ژباړه: د قيامت په ورځ به له خلکو څخه سخترين عذاب د تصوير جوړونکو دي .

همداسې د موسيقې خطرناکې پايلې مو مخکې بيان کړې :

۲- په کليو او کوچو کې اکثراً لاسي سوداګر او بقالان خطرناک دي چې ظاهراً څه سودا خرڅوي او په پټه بل کار پر مخ بيايي لکه دا د کمپلو د بقال قيصه نو هغوی کلک څارل پکار دي .

۳- د کور د مسئول غفلت په اصل کې د ټولې کورنۍ بربادي ده او ددې بربادی پوښتنه به د ده څخه کيږي ، ځکه د کور مشر او مسئول هغه که نارينه يا ښځينه مور ، مشره خور ، ښځه وي د کور د نورو کسانو په باره کې مسئول دي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : { يا أيها الذين آمنوا قوا أنفسكم وأهليكم نارا وقودها الناس والحجارة } سورة التحريم ، الآية :6

ژباړه: ای مؤمنانو ! خپل ځانونه او خپل اهل عيال له هغه اور څخه وساتئ چې خس يې خلک او تېږي دي .

۴- د کلي د جومات د امام غفلت ، کچيرې د کلي امام فعال وای ، خپل مسئوليت یې درک کړی وای ، خلک يې له دغو معاصرو بلاوو څخه خبر او ويرولي وای نو دوی به په هغو باندې نه اخته کېدل ، نن زمونږ اکثره ځوانان او پيغلې ، د قرآن ، او علم شرعي پر ځای په سندرو او فلمونو اخته دي ، ولی ؟ څوک نشته چې دوی ته شريعت بيان کړي ، دوی ته اسلامي دعوت وکړي ، دوی ووېروي ، بلکي هغوی له دغو شيانو څخه لرې پاتې شوي نو ځکه شيطان او انسي شيطانانو ته زمينه برابره شوې ده .

د اطرافونو ځينې علماء خو يوازې د جنازې او مړي دفن کولو پر مهال وعض کوي او بس چې ته به وايي فقط په همدې ور
ځ فرض دی او بله ورځ فرض نه دی او نه هم مسئوليت لري، نو بايد چې هغوی خپل مسئوليت درک کړي ځکه چې ټولنه د سختو طوفانونو سره مخ ده .

۵- ټول مسلمانان څوک چې پر الله تعالی او ورځ د آخرت رښتنې ايمان لري هغوی بايد د دين قيام لپاره په هر ممکنه توګه چې وي کوښښ وکړي او ننيو ښکاره او پټو اسلام ضد بلاوو ته متوجه او د هغوی پر وړاندې ودريږي .

فعتبروا يا أولو الألباب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً