د جنسي فلمونو د ترک کولو لپاره څو وصيتونه

۱- د جنسي فلمونو ، سريالونو او تصويرونو د کتلو په تير وخت پيښمانتيا او توبه او د هغو فوراً ترک کول او د آينده لپاره د هغه د ترک کلک عزم کول او د ګناه په ترک باندې صبر اخيارول .

۲- د فلمونو او سريالونو ټول مواد له موبايل ، کمپيوټر او کور څخه ايستل او د هغه له مينځه وړل ، او د ټولو شيطاني سايټونو بلاک کول .

۳- د فلمونو او سريالونو پر ځای د ديني کتابونو او صوت ځای پر ځای کول لکه :

د قصص الأنبياء کتاب او يا صوت (په غږ کې)

د سيرت نبي کتاب او يا صوت

د سيرت صحابه کتاب او يا صوت

د اسلامي سايټونو مطالعه او په خاصه توګه د «آن لاين اسلامي لارښود» مطالعه ځکه چې په دې پاڼه کې د معاصرو بلاوو بيان او د هغه څخه د خلاصون شرعي لارې پخپله ژبه بيان شوې دی.

۴- پنځه وخته لمونځ په جماعت ادا کول ځکه کامل لمونځ سړی له بدو کارونو ساتي او د لمانځه کمال په جماعت سره ادا کول دي او د ښځې لپاره په خپل وخت لمونځ سره له ټولو احکامو .

۵- د قرآنکريم څه حصه تلاوت کول او د قرآن تلاوت ته غوږ نيول .

۶- د سبا او بيګا اذکار او په خاصه توګه د البقرې سورت آخري دوه آيتونه (آمن الرسول — آخره ) پورې تلاوت کول .

ځکه چې دا آیتونه د هرې بلا او وباء دفع کوي ، په حديث شريف کې راغلي : :«من قرأ بالآيتين من آخر سورة البقرة في ليلة كفتاه» (البخاري).

۷- د نيکو او صالحو خلکو ملګرتيا او د فاسدو خلکو له ملګرتيا څخه ډه ډه کول ځکه چې الله تعالی د صالحو خلکو سره د ملګرتيا حکم کړی دی : [ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ] (التوبه ۱۱۹)

ژباړه: ای مؤمنان له الله څخه وويريږئ او له صالحانو خلکو سره ملګري شئ.

۸- د بې کاری او فراغت څخه ځان ساتل ځکه د بې کاره سړي مغز د شيطان دوکان وي ، خپل ځان په عبادت ، کسب کار ، علم ، لږ لږ جسمي تمرين ځکه چې ټول وخت په لوبو او تمرين مشغولېدل يو بله بلا او وباء ده چې اوس ډير ځوانان د درس او تعليم پر ځای په همدې لوبو بوخت دي، د صالحانو او علماؤ سره ناسته ، د خپل اهل سره ناسته او د خپلو خپلوانو پاللو باندې ځان مشغول ساتل .

۹- د سراسري تباهۍ او مردارۍ څخه ځان ساتل :

د فلمونو په کتلو کې د دين ضايع کول ، د وخت ضايع کول ، د کارونو ، دندو او علم ضايع کول ، د الله قهر او غضب ، د زړه وژل ، د حلال پر ځای د مردارې لارې غوره کول دي .

په مرداره طريقه د نکاح لپاره د ښځې انتخاب ، د شرعيت خلاف په مرداره طريقه کورواله ، په مرداره طريقه ژوند تيرول او د کفارو له تقليد دود او رواج څخه پرته بل څه پکې نشته . حال دا چې په اسلامي شريعت کې د خواهش پوره کولو پاکيزه لارې شته .

۱۰- د اوږو آرزوګانو ترک کول او د مرګ يادول ، ځکه چې د دنيا ژوند ډير لنډ او محدود دی د مرګ نيټه چا ته معلوم نه ده ، د ګناه خوند ډير لږ څو دقيقې ، څو ساعته ، څو ورځې دی چې تيږيږي خو غم او درد يې باقي وي … نو وروسته څه … مرګ … قبر ….. حساب … د ښو او بدو نتجه او تر تله عذاب .

پس ای زما وروڼو او خويندو! څوک چې پر دغه فاحشه وباء اخته وي خپل پالونکي ، پيدا کوونکي ، روزې درکوونکي ، فناء کوونکي رب (جل جلاله ) طرفه ته رجوع وکړئ او توبه وباسئ :

الله سبحانه وتعالی ټولو بنده ګانو ته د توبې او رجوع کولو لاره پرانستې ده او خپلو ياغي بندګانو ته په ډيره مهربانۍ سره ارشاد کوي چې :

[يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ] (الزمر ۵۳ ).

ژباړه : ای زما  بنده ګانو!  کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تېری کړی دی د الله له رحمت څخه مه ناهيلې کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .

مګر که توبه مو ونه کړه نو بيا د خپلو خطرناکو پايلو انتظار باسئ :

فَإِنْ يَتُوبُوا يَكُ خَيْرًا لَهُمْ وَإِنْ يَتَوَلَّوْا يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ عَذَابًا أَلِيمًا فِي الدُّنْيَا وَالْآَخِرَةِ وَمَا لَهُمْ فِي الْأَرْضِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ [التوبة: 74] .

(اوس ) که دوی توبه وکړي ، دا به دوی ته ښه وي او که مخ واړوي الله جل جلا له  به دوی په دنيا او آخرت کې په دردناک عذاب سره وکړوي او دوی ته به د ځمکې پر مخ نه کوم دوست وي او نه هم مرستندوی .

او که توبه او استغفار وکړو د ټولو سختيو څخه به نجات ومومو :

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايلي : «من لزم الاستغفار جعل الله له من کل ضيق مخرجاً و من کل هم فرجاو رزقه من حيث لا يحسب» (سنن ابی داؤد ) .

ژباړه: چا چې استغفار کول پر خپل ځان لازم وګرځول نو الله (جل جلا له)  به ده ته د هرې سختۍ څخه د خلاصون لاره پيدا کوي او د هر درد او غم څخه به يې خلاصوي او د داسې طرف نه به رزق ورکوي چې د ده ګمان هم نه وي .

و بالله توفيق وصلى الله على خير خلقه محمد وآله وصحبه وسلم اجمعين

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً