د سود د علم زده کړه

اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته

امید چې صحت ولرې او له الله تعالی څخه د خپلو کارونو په هکله درته لابریالیتوب غواړم

زما سره د سود د علم د زده کړې په هکله پوښتنه ده کیدای شي چې په دې هکله راسره مرسته وکړي او د حرام والی دلایل یې راسره شریک کړې.

نړي مننه.

ستاسو ورور داکتر حمید الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الله سبحانه وتعالی سود حرام کړی او د هغه سره کومک او اعانت يې هم حرام ګرځولی دی ، رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

«لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ آكِلَ الرِّبَا وَمُؤْكِلَهُ وَكَاتِبَهُ وَشَاهِدَيْهِ وَ قَالَ: هُمْ سَوَاءٌ» (مسلم  ۱۵۹۸).

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم د سود خوړونکي ،ورکوونکي ،ليکونکي او شاهدان لعنت کړي دی ،او ويې فرمايل چه دوی ټول په اصل د ګناه کې سره برابر دي.

کچېرې د دغه علم څخه د زده کړې مقصد او هدف دا وي چې د سود اعانت وکړي ، سودي باراز ته وده ورکړي ، د سودي بازار لپاره ځان وروزي او هغه په اسلامي ټولنه کې رواج کړي نو دا د پورته حديث په دليل حرام دی .

مګر که ددې علم څخه يې هدف دا وي چې سود او د هغه ډولونه وپيژني ، حرمت يې خلکو ته بيان کړي او خلک ورڅخه منع کړي نو داسې کول باک نلري ان شاء الله .

جاء في الفتاوي الشبکة الأسلامية رقم ۱۴۱۹۶ :

سؤال : في كلية التجارة ندرس الفائدة البسيطة والمركبة وهي من أدوات الربا فما حكم الدين في هذه الدراسة وهل ممكن استخدام هذه الدراسة في نفع الدين؟

الإجابــة

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه أما بعد:

فإن الله عز وجل حرم الربا، وحرم الإعانة عليه، فقد قال صلى الله عليه وسلم: “لعن الله آكل الربا وموكله وكاتبه وشاهديه، وقال: هم سواء” رواه مسلم.
فإن كان الغرض من تعلم هذا العلم هو الإعانة على الربا، وذلك بتعليمه لمن يعمل به وتدريبه عليه، فذاك حرام، للحديث السابق.
وأما إن تم تعلم تلك العلوم لغرض معرفة ما عليه أرباب الربا، وبيان حقيقته لعلماء الشريعة، فهذا قصد حسن، ولا إثم على فاعله إن شاء الله.
والله أعلم.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً