د مسلمان ناحق وژل او قتلول ستر جرم دی چې په هکله يې سخت وعيد راغلی دی :
الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ومن يقتلْ مؤمناً متعمداً، فجزاؤه جهنم خالداً فيها، غضب الله عليه، ولعنه، وأعد له عذاباً عظيماً] (النساء:۹۳).
ژباړه : او هر څوک چې مړ کړي کوم مؤمن په قصد سره نو جزا د ده دوزخ دی چې تل به وي دی په (دوزخ) کې او غضب کړی الله په ده باندې او لرې کړی دی الله دا (قاتل ) له خپل رحمت څخه او تيار کړی دی ده عذاب ډير لوی .
قتل د هلاکوونکو ګناهونو څخه دی ، يعنې هغه قاتل چې جرم ونه ګالي توبه ونباسي د آخرت د سخت عذاب سربيره به په دنيا هم په هلاکونکي عذاب اخته کيږي ، په حديث شريف کې راغلي :
«اجتنبوا السبع الموبقات” قيل: يا رسول الله! وما هن؟ قال: “الشرك بالله. والسحر. وقتل النفس التي حرم الله إلا بالحق» (رواه مسلم) .
ژباړه: د اوو هلاکونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ ، چا وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم دا کوم ګناهونه دي ؟ ويي فرمايل : د الله (جل جلا له) سره شريک نيول ، کوډې او جادو ، په نا حقه د چا وژل کوم چې الله (جل جلا له) يې وژل حرام کړي دي مګر په حق سره .
په حديث شريف کې راځي : الله (جل جلا له ) ته د مسلمان له وژلو څخه د ځمکې ړنګيدل او ورانېدل آسانه دي .
کله چې رسول صلى الله عليه وسلم :« زَوَالُ الدُّنْيَا أَهْوَنُ عَلَى اللَّهِ مِنْ قَتْلِ رَجُلٍ مُسْلِمٍ » [ رواه الترمذي -1395) والنسائي (3987) اوابن ماجه (2619) ] .
ای فسوس چې زمونږ په ټولنه کې دغه ستر هلاکونکی جرم څومره آسانه دی !!!
آن لاين اسلامي لارښود
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.
وروستۍ تبصرې