تصويرونه او فلمبردارۍ

تعريف:

تصوير په لغت کې د صورت او عکس جوړولو ته وايي په اصطلاح کې عکس د يو شي داسې کيفيت دی چې د بل شي سره يې فرق کيږي او يا عبارت له داسې کيفيت څخه دی چې د شي څهره او شکل داسې پکې څرګنديږي لکه چې همغه شي ته ګوري.

د تصوير حکم :

تصويرونه د حکم له مخې په مباح (جايز) او حرام ويشل شوي دي

اول – مباح تصويرونه :

۱- د انسان د ټولو جوړ کړو شيانو ترسیم جايز دی لکه: د کور تصوير، د موټر، الوتکې، کښتۍ، جومات او نورو.

جاء في موسوعة الفقهية (هيئت کبار علماء الاسلام ):

لا بَأْسَ بِتَصْوِيرِ الأَشْيَاءِ الَّتِي يَصْنَعُهَا الْبَشَرُ، كَصُورَةِ الْمَنْزِلِ وَالسَّيَّارَةِ وَالسَّفِينَةِ وَالْمَسْجِدِ وَغَيْرِ ذَلِكَ اتِّفَاقًا ؛ لأَنَّ لِلإِنْسَانِ أَنْ يَصْنَعَهَا، فَكَذَلِكَ لَهُ أَنْ يُصَوِّرَهَا (موسوعة الفقهية ۱۲/۹۸ ).

۲- د اهل علم په اتفاق د جماداتو لکه: غرونه، بحرونه، لمر، سپوژمۍ، آسمان او ستورو تصويرونه جايز دي همدارنګه د نباتاتو تصويرونه لکه: ګيا، شنه بوټي، ونې، ميوجات، بارداره ونې او د غير بار دارو ونو تصويرونه ايستل جايز دي.

جاء في موسوعة الفقهية :

لا بَأْسَ بِتَصْوِيرِ الْجَمَادَاتِ الَّتِي خَلَقَهَا اللَّهُ تَعَالَى – عَلَى مَا خَلَقَهَا عَلَيْهِ – كَتَصْوِيرِ الْجِبَالِ وَالأَوْدِيَةِ وَالْبِحَارِ، وَتَصْوِيرِ الشَّمْسِ وَالْقَمَرِ وَالسَّمَاءِ وَالنُّجُومِ، دُونَ اخْتِلافٍ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْ أَهْلِ الْعِلْمِ.

جُمْهُورُ الْفُقَهَاءِ عَلَى أَنَّهُ لا بَأْسَ شَرْعًا بِتَصْوِيرِ الأَعْشَابِ وَالأَشْجَارِ وَالثِّمَارِ وَسَائِرِ الْمَخْلُوقَاتِ النَّبَاتِيَّةِ، وَسَوَاءٌ أَكَانَتْ مُثْمِرَةً أَمْ لا، وَأَنَّ ذَلِكَ لا يَدْخُلُ فِيمَا نُهِيَ عَنْهُ مِنَ التَّصَاوِيرِ (الموسوعة الفقهية ۱۲/۹۷-۹۹ ).

همدارنګه د ابن عباس رضی الله عنه څخه روايت نقل شوی دی چې: «إِنْ كُنْتَ فَاعِلا فَصَوِّرِ الشَّجَرَ وَمَا لا رُوحَ فِيهِ قَالَ لا يَحْرُمُ تَصْوِيرُ الشَّجَرِ وَالنَّبَاتِ وَمَا لا رُوحَ فِيهِ (فتح الباري ۱۰ / ۳۹۴ ، والطحطاوي على الدر المختار ۱ / ۲۷۴ ).

يعنې: کچېرې ته دا کار کوې نو د ونې او هغه څه تصوير وباسه چې روح پکې نه وي، او وايي: د ونو او نباتاتو او هغه چې روح پکې نه وي تصوير ايستل حرام نه دي.

دوهم – حرام تصويرونه :

د ساه لرونکو تصويرونه لکه: انسان، حيوان او مرغه تصويرونه مطلق حرام دي هغه که د مجسمې په شکل وي، د ترسیم په شکل وي او يا د عکاسې د چاپ په شکل وي.

د دغه تصويرونو څخه ضروري تصويرونه کوم چې د ضرورت لپاره وي لکه: تذکره، پاسپورت او نور د معاصرو فقهاؤ په نزد مستثنی دی، ځکه چې د فقه قاعده ده چې: «ان الضروريات يبيح المحضرات ».

جاء في موسوعة الفقهية و الطحاوي علی الدرالمختار :

يَحْرُمُ تَصْوِيرُ ذَوَاتِ الأَرْوَاحِ مُطْلَقًا، أَيْ سَوَاءٌ أَكَانَ لِلصُّورَةِ ظِلٌّ أَوْ لَمْ يَكُنْ. وَهُوَ مَذْهَبُ الْحَنَفِيَّةِ وَالشَّافِعِيَّةِ وَالْحَنَابِلَةِ. وَتَشَدَّدَ النَّوَوِيُّ حَتَّى ادَّعَى الإِجْمَاعَ عَلَيْهِ. وَفِي دَعْوَى الإِجْمَاعِ نَظَرٌ يُعْلَمُ مِمَّا يَأْتِي. وَقَدْ شَكَّكَ فِي صِحَّةِ الإِجْمَاعِ ابْنُ نُجَيْمٍ كَمَا فِي الطَّحْطَاوِيِّ عَلَى الدُّرِّ.

(موسوعة الفقهية ج ۱۲/ص ۱۰۲ ،الطحطاوي على الدر المختار ۱ / ۲۷۳).

د ساه لرونکي د تحريم دلايل په لاندې ډول دي :

لومړی حديث:

ابن عمر وايي: پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

«‌ إِنَّ الَّذِينَ يَصْنَعُونَ هَذِهِ الصُّوَرَ يُعَذَّبُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، يُقَالُ لَهُمْ: أَحْيُوا مَا خَلَقْتُم (رواه البخاري و مسلم).

ژباړه: د قيامت په ورځ هغو کسانو ته چې دا تصويرونه جوړوي عذاب ورکول کيږي، هغوی ته ويل کيږي ژوندي کړئ هغه څه کوم مو چې جوړ کړي وو).

دوهم حديث :

عبدالله ابن مسعود وايي: له پيغمبر صلی الله عليه وسلم نه مې وارويدل چې فرمايل يې :

إِنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَذَابًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ الْمُصَوِّرُونَ» (رواه البخاري و مسلم).

ژباړه: د قيامت په ورځ له خلکو څخه سخترين عذاب د تصوير جوړونکو دی.

دريم حديث :

عايشه رضی الله عنه وايي: پيغمبر صلی الله عليه وسلم له سفر څخه راغی او ما په طاق باندې يوه پرده ځړولې وه چې په هغه باندې د (ساه لرونکي) تصوير ؤ، کله چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم هغه وليده د مخ مبارک رنګ يې بدل شو او ويې فرمايل : «يَا عَائِشَةُ، أَشَدُّ النَّاسِ عَذَابًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ الَّذِينَ يُضَاهُئونَ بِخَلْقِ اللَّهِ» (رواه البخاري ومسلم)

ژباړه: ای عايشې ! د قيامت په ورځ له خلکو څخه سخترين عذاب هغو کسانو ته ورکول کيږي چې دوی کوښښ کوي د الله تعالی د خلقت په مثل شی جوړ کړي).

څلورم حديث :

ابن عباس رضِي اللَّهُ عنْهما روايت کوي چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي: «مَنْ صَوَّرَ صُورَةً فِي الدُّنْيَا كُلِّفَ أَنْ يَنْفُخَ فِيهَا الرُّوحَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، وَلَيْسَ بِنَافِخٍ » (رواه البخاري و مسلم).

ژباړه: څوک چې په دنيا کې تصوير جوړوي هغه د قيامت په ورځ کې د هغه په روح اچولو مکلف کيږي حال داچې هغه د روح د اچولو توان نه لري).

پنځم حديث

له ابن عباس رضي الله عنهما روايت شوی دی چه پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي: «كُلُّ مُصَوِّرٍ فِي النَّارِ يَجْعَلُ لَهُ بِكُلِّ صُورَةٍ صَوَّرَهَا نَفْسًا فَتُعَذِّبُهُ فِي جَهَنَّمَ»

ژباړه: هر تصوير جوړونکی په دوزخ کې دی (کچېرې توبه ونباسي)، په هر شکل يې چې جوړ کړی وي هغې ته به د روح شکل ورکړ شي او د هغه په وسيله به هغه ته په دوزخ کې عذاب ورکوي .

پورته ټول احاديث د ساه لرونکو تصويرونو پر حرمت دلالت کوي مګر د ونې، سيند، غره او دې ته ورته نور بې ساه شيانو چې ابن عباس رضی الله هغه ته اشاره کړې ده او نورو صحابوو په هغه باندې اعتراض نه دی کړئ باک نه لري.

وبالله التوفيق. و صلي الله علي نبينا محمد و آله و صحبه و سلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email